د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شمالي وزیرستان په ګډون ټول ترهګر باید وکوټل شي"




بشیر ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د خیبر پښتنوخوا د مشر وزیر بشیر بلور د وژل کېدو وروسته عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې د شمالي وزیرستان په ګډون دې په هغه ټولو سیمو کې پیلي او منظم پوځي عملیات وشي چې ترهګر په کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل چې سبا د نهې په ورځ به عوامي نېشنل پارټۍ غونډه لري چې د راتلونکې لپاره په کې به د یوې حکمت عملۍ او تګلارې د جوړولو په باب خبرې اترې کېږي. نوموړي وویل ترهګر که هر چېري وي باید ختم کړل شي.

((موږ دا وايو چې له شمالي وزیرستان سره سره چې هر ځای کې ترهګر دي د هغوی خلاف دې کاروايي وکړل شي. لکه دا د یو ځای نوم اخیستل ترهګرو ته پناه ورکول دي. د دوی که د یو ځای نوم واخلې نو بل ځای ولاړ شي، دوی له یوې سیمې بلې ته اوړي را اوړي. نو ښه خبره دا ده چې موږه وايو د دهشتګردو خلاف منظمه کاروايي په کار ده.))

میا افتخار حسین دا هم تایید کړه، چې امنیتي ادارو ورته ویلي، د هغه ژوند ته خطر دی او باید خپل تګ را تګ مخدود وساتي.

(( د بشیر خان تر واقعې درې څلور ورځې مخکې هغوی په سوات کې پر اېف اېم راډيو اعلان کړی وو، چې میا افتخار به فوري انجام ته رسوو، دوی چې کله دا خبره کوله، او کله چې د بشیر خان د وژنې په اړه هغوی ویلي چې د دوی اصل هدف میا افتخار وو او بشیر خان د دوی یوې بلې ډلې وژلی دی. په دوی کې مختلیف ګروپونه دي او هغه بلې ډلې بیا دا ومنلو چې بشیر خان دوی وژلی دی. او هغه نور وايي چې موږ د میا افتخار لپاره خلک لېږلي دي.))

د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړې بشره ګوهر وايي، چې ((د بشیر خان شهادت د هغه ټولو خلکو سترګې خلاصې کړلې چې دا خلک څوک دي او د دوی هدف څه دی. د طالبانو او د طالبتوب(طالبنایزېشن) هغه سخا بوټۍ چې د ضیاءالحق له وخته دلته کرل شوی وو، هغوی لګیا دی، پاکستان بې ثباته کوي، زموږ پر بچو بریدونه کوي. اوس وخت راغلی دی، چې دا سخا بوټۍ باید له بېخه وباسو. او د دې لپاره به ټول یو ځای کېږي. دې وخت کې دا مخشوشتیا یا کنفیوژن نه چلېږي چې دا ښه طالبان دي، هغه بد طالبان دي، دا جهاد کوي، دا پلانی کوي دا ډینګی کوي.))

د امنیتي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډییېر اسد منیر هم وايي، تر څو چې وسله وال پناه ګاوې او خوندي ځایونه لري، تر هغو پورې په پاکستان کې امن نه شي راتللی.

(( دا چې تر څو له دوی سره خوندي ځایونه دي، شمال له دوی سره دی، خیبر له دوی سره دی، یو علاقه ماموزی له دوی سره ده. دوی به دغه شان حملې کوي. تاسو که سیکیوریټي ولګوی، پولیس ولګوی، ناکې ولګوی. هر څوک نه شی دورلای، دوی بې حسابه خلک دي. له دوی نه علاقې واخلی. څوک چې دا وايي، په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کول د امریکا اېجنډه ده، زه وایم، دا خلک کم عقل دي، د دوی سرونه له له دماغونو خالي دي. د عملیاتو بغیر دا نه کېږي.))

که څه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له عملیاتو کولو ډډه کوي او وجه یې دا بیانوي چې په ګڼو قبایلي سیمو کې یې پوځیان په عملیاتو کې ښکېل دي خو د پښتونخوا د مشر وزیر بشیر بلور له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا د وسله والو پر وړاندې د کوټلیو او پرېکنده پوځي عملیاتو کولو غوښتنې زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG