د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشیر بلور په وژنه په کوټه کې احتجاج او لاریون


خدای نور ناصر مشال راډیو

کوټه: په پېښور کې د پروني ځانمرګي برید چې پکې مشر وزیر بشیر احمد بلور وژل شوی وو، عوامي نیشنل ګوند په کوټه کې احتجاجي لاریون کړی، او هم يي په دې ښار کې د هړتال اعلان کړی دی. چې ټول تجارتي مارکېټونه او بازارونه تړل شويدي.


په داسې حال کې چې پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې د خیبرپښټونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور په روغتون کې ساه ورکړه. په کوټه کې د عوامي نیشنل ګوند او پښتون سټوډنټیس فیډریشن ګڼو کارکنانو د کوټې په پرنس سړک احتجاج وکړ. او د بشیر احمد بلور وژنه يي په سختو ټکیو کې وغندله. د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جواینټ سیکریټري رشید خان ناصر تر احتجاج وروسته مشال راډيو ته وویل

((موږ دا وایو چې نن دا هر څه دلته کېږي، دا دېرش کاله پخوا زموږ د هغو داخله او خارجه پالیسیو عکس الامل دی. او زموږ مشران په کې وژل کېږي. موږ يو پرامنه سیاست کوو. موږ د باچاخان پیروکاران يو. او تر ننه مو يو مېږی هم زهیر کړی نه دی. لاکن ترهګر موږ ځکه په نخښه کوي، ځکه چې موږ دا نظریه لرو، چې هر هغه څوک چې زموږ په وطن کې ناامني خوروي. ترهګري کوي، د هغوي پرضد به جنګېږو))

د عوامي نیشل ګوند د کوټې صدر عبدالسلام بیا په خپلو خبرو کې مشال ته وویل، شل کاله وروسته به هم د بشیر بلور په څير سیاستوال په پښتني وطن کې پيدا نشي. چې دده په خبره د نوموړي قرباني ددې خاوري او پښتني وطن لپاره وه.

عبدالسلام په خپلو خبرو کې زیاته کړه بشیر بلور هغه سړی وو، چاچې خپل من تن ټول د ګوند او ددې وطن لپاره قربان کړ.

او هر وخت به يي د هغو پر ضد خبري کولې، کوم څوک چې په دې پښتون وطن کې ترهګري کوي، زه دا وایم چې زموږ د ارواښاد بلور په څير غیرتمند سیاستوال به نه يواځې په پښتون وطن کې بلکې په ټوله نړۍ کې پيدا نشي.


له دې سره یاد ګوند تردې احتجاج وروسته په کوټه کې کاربندیز اعلان وکړ، چې هم نن یعني د اتوار په ورځ د کوټې ټول تجارتي مارکېتونه او بازارونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG