د لاسرسي ځای

تازه خبر

باید د بشیر احمد بلور قرباني بې ځایه لاړه نشې


ایکسپریس ټرېبیون په خپله یوه اداریه کې لیکې مونږ خپل یو بل بهادر سیاستوال د ترهګرۍ خلاف په روان جنګ کې وبایله. د خیبر پښتونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور د تیر خالې په ورځ په پیښور کې په یو ځان مرګې حمله کې د سره د خپل سیکټري او نورو کسانو ووژل شو، چې دا د عوامې نیشنل ګوند لپاره یو لویې نقصان دی.

ورځپاڼه لیکې بشیر احمد بلور او د هغه د کار نورو ملګرو ته دا مالومه وه، چې د دوی کار ډیر سخت دی، خو بیا یې هم د خلکو د خدمت او مسلو نه سترګې نه وې پټې کړې.


اداریه لیکې دا هغه کس وو، چې په ډاګه یې وسلوالو طالبانو ته ځواب ورکوو، او دا چې دوی به کله هم خپل کار پرې نږدې. او په دغه هڅو کې بشیر بلور خپل ژوند وبایلو، چې تل به د یو هیرو په توګه یادیږي.

د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې عوامې نیشنل ګوند د ټولو زیاته قربانې ورکړې، او د خپل ګوند ډیر تکړه مشران او کارکنان یې وبایلل. د صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین چې څو وارې د ترهګرو پیښو ښکار شوی، خپل ځوې یې هم له لاسه وکړی. ایکسپریس ټرېبیون لیکې سلمان تاثیر او شهباز بټې هم دغه توندروه فکر لرونکو وژلی. بې نظیر بوټو هم خپل ژوند ته د راپیښو خطرو هیڅ خیال ونکړ، او په یوه ترهګر پیښه کې ووژل شوه.

د سیاسي مشرانو نه علاوه په زرګونو خلکو د پاکستان په یو شمیر برخو او خاص کر خیبر پښتونخوا کې په بمې حملو کې خپل ژوند وبایله، چې د دغه هیواد لپاره یوه لویې علمیه ده.

اداریه لیکې ، د پاکستان پوځ د دغه بهادرو سیاستوالو قاتلان له مینځه وړلی شي، خو دوی یې خپله سټراټیجیکې اثاثه ګڼي، چې په افغانستان او هند کې یې د خپلې بهرنۍ پالیسو د ګټو لپاره استمالوي. او باید د پاکستان پوځ اول خپلې داخلې مسلې هوارې کړې، چې مطلب یې دا دی، باید دوی د وسلولوالو طالبانو په شمالې وزیرستان او نورو ځایونو کې محفوظې ټکانې ختمې کړې. او د خپلو منتخبو غړو حفاظت وکړې. نو یوازې اله به د بشیر بلور قربانې بې ځایه نه ځي.
XS
SM
MD
LG