د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


خدای نور ناصر

کوټه - د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې چارواکي وايي، د پاکستان او ایران پر پوله د ګوادر په سیمه کې نامالومه وسله والو پر درو موټرو برید کړی، چې د دوی په وینا په کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په دې موټرو کې ایران په غیرقانوني توګه روان کسان ول، چې هلته د مزدورۍ له پاره تلل.

د ګوادر سیمې لیوي چارواکي د پېښي تاييد کوي او وايي، د ټولو وژل شویو مړي د ګوادر سرکاري روغتون ور وړل شوي.

د لیویزو برکت علي د ټيلي فون له لاري مشال ته وویل:

((د يوولسو تنو مړي دا وخت د ګوادر روغتون ته راوړل شوي دي. او دا پېښه د ګوادر له ښاره يونیم سل کیلومیتره لرې په پوټان سیمه کې شوې ده. چې دا کسان په غیرقانوني توګه په همدې موټرو کې ایران ته پر لاره ول.))

له دې سره د بلوچستان د کورنیو چارو ادارې چارواکي وايي، د ګوادر یاده پېښه په پوټان سیمه کې د جمعې په ماسپښين شوې؛ چې د دوی په وینا ځايي چارواکو ته همدا خبر د تېر ماښام ورسېد، او تر هغه وروسته يې د شپې ناوخته د وژل شويو مړي د ګوادر روغتون ته ورسول.

که څه هم د ګوادر لیوي ځواک وايي، د وژل شويو پيژندګلوي لا هم شوې نه ده. خو ځينو سرچینو مشال راډيو ته ویلي، په وژل شويو کې ازبک، تاجک او پاکستاني هغه وګړي دي، چې د مزدورۍ له پاره ایران ته روان ول.

د ګوادر د پوټان سیمې د یادې پېښي مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

اخوا د مچ د وړمې شپې (پنجشنبې) د هغه برید مسوولیت د جمعې په مازيګر بلوچ لیبریشن ارمي نومې ډلې پر غاړه اخیستی، چې په کې د مساپرو پر بسونو برید شوی وو، او پینځه پنجابیان په کې وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG