د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اوګرا د سي اېن جي نرخنامه ټاکلو کې ناکامه شوې"




رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- سپريم کورټ د سي اين جي کيس په اړه د تيل او نظم ادارې اوګرا پخواني فارمولا رد کړې ده او د نوي فارموله وړاندې کولو پورې زاړه نرخونه پر ځای د ساتلو هدايت کړی دی.

نن سپريم کورټ پخپله عبوري فيصله کې ويلي دي، چې نرخونه مقررول د اوګرا ذمه واري ده، خو اوګرا خپله ذمه واري نه پوره کوي. په عبوري حکم کې زياته کړل شوې ده چې د تيرو څلورو کالو کې د سي اين جي په نرخونو کې درې چنده اضافه کړل شوې ده، په حکم کې دا هم ويل شوي دي چې سي اين جي نرخونو کې د اضافې له وجې لکونه خلک متاثره شوي دي.

د سي اين جي د مسلې په اړه عام ولس او ټرانسپورټ سره تړلي خلک غوښتنه کوي، چې عدالت دې زر تر زره دا مسله هواره کړي. هم په دې سلسله کې د پېښور اوسيدونکی ډراییور جعفر خان وايي، چې تقريبا له تيرو دوو مياشتو راهيسې د سي اين جي بحران سيوا شوی دی نو عدالت دې د غريب ولس د خير ښېګړې لپاره دا مسله حل کړي.

،، په کتارونو کې ګنټه ګنټه خواريږو، مسافران چې ضروري کارونو يا واده ښادي له روان وي نو هغه هم خوار شي، نو څه وجوهات دي چې ولس غريب ته دومره تکليف ملاويږي؟ د سي اين جي لپاره موږ په لوی سړک (موټر وې) دوه دوه ځل کوزيږو، د موټر وې پوليس وايي، چې کم مقدار کې ټينکې استعمالوي نو چې ټينکۍ کمې وي نو څنګه به رارسي. عدالت ته موږ دا خواست کوو چې دوه دري روپۍ دې زياتې کړل شي خو چې زموږ دا مسله هواره کړل شي،،

له مردان سره تعلق لرونکی عدنان زيب وايي، چې اوګرا او سي اين جي ايسوسي ايشن تر مينځ کومې مسلې روانې دې نو ولس دې پکې نه راکاږي او عدالت دې د دې په اړه څه عملي ګام اوچت کړي.
،، زموږ غوندې عام سړی له دې سره کار نه لري چې عدالتي چارواکې څه کوي يا د اوګرا او سي اين جي ايسوسي ايشن څه کوي، ولس ته خو يو ريليف پکار دی، هغي ته يو زر فيصله پکار ده. اوګرا ټيکسونه نه کموي او عدالت وايي، چې نرخونه به نه سيوا کوي نو بس تکليف خو ولس ته دې چې په کتارونو کې ولاړ وي او پټرول اخيستو توان نه لري ،،

د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ ايسوسي ايشن مشر احسان الله خليل مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت دې په سنجيډګي سره د دې مسلې حل راوباسي ځکه چې د ټرانسپورټ سره تعلق لرونکي خلک اوس د دې مسلې نه تنګ راغلي دي.

،، دا ټيکس دې ورته کم کړي چې دا مسله حل شي. په پيښور کې دوه زره پمپونه دې چې پنځلس سوه پکې کار کوي نو ګاړو ته سي اين جي نه پوره کيږي ، او چې کوم پمپونه ته ګاړې ولاړ وي ،نو لوی انتظار ورته هم وکړي او چې پکې د بجلې مسله راشي نو بيا ګاړي په ګنټو ولاړ وي ،،

سپريم کورټ د سي اين جي کيس اوريدنه تر نا معلومه مودې لپاره وځنډوله او اوګرا ته يې د سي اين جي نرخونو د نوې فارمولې جووړلو هدايت کړې دې.

XS
SM
MD
LG