د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي روا دي"




د پاکستان علما کونسل او سني اتحاد کونسل فتوا ورکړې ده چې د پولیو ناروغۍ مخنیوي څاڅکې په اسلام کې روا دي.

د پاکستان علما کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، ده د هیواد ۲۴ زره جوماتونو امامانو ته ویلي چې پر پولیو واکسین ورکوونکو د وروستیو حملو غندنه وکړي.

اشرفي وویل، بېګا د شپې د ده دا غوښتنه جمیعت علمای اسلام سمیع الحق ډلې، جمیعت اهل حدیث او جمیعت علمای پاکستان منلې ده. هلته د تنظیم المدارس پاکستان مشر مفتي منیب الرحمان هم مشال راډیو ته ویلي، چې د پولیو مخنیوي څاڅکي په اسلام کې روا دي.

په روانه اوونۍ کې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي پر څاڅکي ورکوونکو حملې وشوې او نهه کار کوونکي ووژل شول چې په کې زیاتره ښځې وې. تر دې وروسته په دې هیواد کې د پولیو ضد کیمپېن درول شوی دی.

XS
SM
MD
LG