د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پر مساپر بس برید،د پنجاب پنځه تنه وژل شو




خدای نور ناصر مشال راډيو
کوټه:- د بولان مچ سیمې لیويز چارواکو په خبره د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه نامعلومه وسله والو په مچ سیمه کې يو مساپر بس درولی، د ټولو مساپرو شناختي کارډونه يي کتلي، او تر هغه وروسته یې د پنجاب پنځه تنه له بسه کښته کړي، او د پنځو واړو د تښتوولو هڅه يې کړې. د سیمې لیویز زیاتوي؛ درې تنو مزاحمت کړی، چې د وسله والو له لوري په هم ّهغه ځاي ووژل شول. او پاتې دوه يي له ځان سره بیولي... چې د جمعې په سهار دواړو مړي تر لاسه شوي دي.

د مچ لیویزو یوه چارواکي نیاز احمد مشال راډيو ته وویل

؛ په دې پېښه کې د شپې درې تنه وژل شوي ، يو ټپي شوی وو. او دوه نور يي تښتوولي وو. نن سهار د هغو دوو هم مړي موندل شوي دي. د دواړو مړي دا وخت د مچ په سیویل روغتون کې دي، وژل شوي ټول کسان د پنجاب اوسېدونکي وو؛.

نیاز احمد زیاتوي. تر اوسه يي څوک هم له پېښي سره د تړاو لرلو په تور نه دی نیولی. خو دده په وینا د پېښي له ځای سره په څېرمه غرونو کې د لیویزو او ملیشه ځواکونو سرتیري د بریدکوونکو په لټه کې دي.

؛ ملیشه ځواکونه او زموږ لیوي سرتیري هم هلته په غرونو کې دي، او د برید کوونکو په لټه کې دي. ښکاري داسي، چې بریدکوونکي بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې دي. چې مخکې يي هم په ورته پېښو کې لاس درلود؛.

د مچ د اوسنۍ پېښي مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. د مخکینیو ورته پېښو پړه اکثره بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې پر غاړه اخلي.

تردې وړاندې هم په هم ورته پېښو کې د پنجاب وګړي په نخښه شوي، په هم یاده سیمه کې په ۲۰۱۰ عیسوي کال کې د پنجاب لس وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو. چې مسوولیت يي بلو چ لیبریشن ارمي نومې وسله والې ډلې قبول کړی وو.

XS
SM
MD
LG