د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېرس کې د افغان سولې بهیر په ترڅ کې غونډه کېږي





د رپوټونو له مخې افغان چارواکي، طالبان او د نورو ډلو استازي د پيرس په شمال کې نن او سبا غونډه کوي، چې د فرانس د کارپوهانو ډلو (تینک ټېنک) لخوا جوړه شوې ده. په غونډه کې به د طالبانو، حزب اسلامي ، د پخواني شمالي اتحاد چې له طالبانو سره يې جګړې کړې دي، یو شمېر نورې وسله والې ډلې او د افغان سولې عالي شوری استازي ګډون کوي.

د سولي عالي شوری د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري جوړه شوې چې ورته له طالبانو سره د خبرو کار سپارل شوی دی. په داسي حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې نيټو له افغانستانه د وتلو تياري کوي د افغان شخړي د حل کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.


دا به کتل کېږي چې د پېرس په چينټلي سيمه کې نن او سبا کيدونکې دغه پټې غونډې به په سمدستي توګه د سولې او بيا پخلاينې د تړون په لړ کې څه کوټلې او مهمه نتيجه ورکړي که څنګه.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند تمه لري چې دارنګه غونډې به د افغان لوریو ترمنځ رسمي مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیرحنیف اتمر ددې ګوند په استازیتوب پکې برخه لري.
بل خوا په کابل کې د امریکا سفارت مشال راډيو ته وویل، دوی د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG