په افغانستان کې ميشت ايساف ځواکونو په خپل یو خپاره کړي بیان کې دعوی کړې چې، په کونړ لايت کې یې یو مشهور طالب کمندان ووژلی.
ايساف وايي، چې هغه یې د اتحادي او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژلی دی. د بيان له مخي مهجور پر حکومتی چارواکو او اتحادي او افغان عسکرو د وژلو د منصوبه بندی ذمه واره دی.
بلخوا په ختیځ کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي مسول حسیب الله مشال راډيو ته ویلي، په ګډو عملياتو کې بيګاه شپه د کندهار په بټيکوټ کې پینځلس وسله وال نیول شوي دي. خو آزادو سرچينو ددې دعوې تصديق نه دی کړی او نه هم افغان طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.