د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ګوزڼ واکسین ډلو د برید په شک ګڼ کسان ګرفتار





د پاکستان د کراچی پوليس وايي، د دوشنبې په ورځ د پوليو ضد مهم چلونکو ډلو باندې د بريد په تړاو يې يو شمير کسان نیولي دي.

په بريدونو کې د پوليو ضد مهم چلونکي پنځه ښځينه کارکونکې وژل شوې وې. ددې ښار د پوليسو وياند شوکت عمران مشال ريډيو ته وويل، د بريدونو په تړاو يې ۲۷ مشکوکه کسان نیولي دي

بلخوا د کراچی د سهراب ګوټ د پوليسو مشر هم مشال رېډيو ته وویل، پرون يې په دې سيمه کې د پوليو مهم چلونکو باندې له بريد کوونکو سره نښتې شوي او دوه بریدګر يې وژلي دي خو ځايي خلګ وايي دواړه وژل شوي کسان بې ګناه دي.

ددې ترڅنګ په پېښور کې په ډزو کې د پوليو ضد کمپاین يوه زخمي شوی رضا کار نن ساه ورکړې ده. له دې سره له دوشنبې راهيسې د پوليو ضد مهم چلونکو باندي په ډزو کې د وژل شوو شميره نهه ته رسيدلې ده .

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري نن په يوه جاري شوي بيان کې د وژل شوو کورنيو ته پنځه پنځه او زخميانو ته دوه دوه لکهه روپيو ورکولو اعلان کړی دی. له بريدونو وروسته په ټول ملک کې د پوليو ضد مهم درول شوی دی.

XS
SM
MD
LG