د لاسرسي ځای

تازه خبر

خالونه وهل ډېر لرغونی تاریخ لري


دا پر پېښور هوايي ډګر د وژل شوي یوه ترهګر تصویر دی چې پر ملا یې خالونه وهلي دي
دا پر پېښور هوايي ډګر د وژل شوي یوه ترهګر تصویر دی چې پر ملا یې خالونه وهلي دي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد تاریخپوهان وايي، پر بدن خالونه وهل له ډېر پخوانی دود دی. د خالوهنې ماهران وايي، چې پخوا به قبيلو د خپلمنځي پيژندګلو او د طبي ګټو لپاره پر بدن مذهبې نښي یا خالونه وهل.

په کراچۍ کې د خالوهنې یو انځورګر صفيان مشال راډيو ته وويل، په نړيواله کچه چې کوم تحقيق شوی دی نو دا زرګونه کاله پخوانی فن دی.

،، تر مېلاد پنځويشت زره کاله مخکې چې، د پخوانیو تهذیبونو نښې ترلاسه شوې دي نو په هغو کې هم د خلکو پر بدنونو د خالونو نښې تر سترګو کېږي. د دې تاريخ ډير پخوانی دی. دا ډير پخوانی هنر دی.،،

پر بدن په بیلا بېلو بڼو د خالونو وهلو په اړه په لاهور کې د خالوهنې یوانځورګر د نامه نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل،" ځینې کسان پر بدن ګلونه جوړوي ، ځینې ځناور جوړول خوښوي او څوک شيطاني عکسونه. لکه څنګه چې پر پيښور هوايي اډه د يو ه بريدکونکې په بدن جوړ شوي ول."

خپلو خبرو کې نوموړې زياتوي چې کوم شيطاني عکس پر پېښور هوايي ډګر د وژل شوي بریدګر پر بدن جوړ شوی وو نو هغه د يوه مشهور نړيوال فنکار بورس وليجو خيالي تخليق دی خو چې څوک هم داسې عکس پخپل بدن جوړوي نو هغه له هيڅ يوه مذهب سره تعلق نه لري.

"هر هغه څوک چې پر یوه مذهب يقين لري، نو هغه داسې خالونه پر بدن نه جوړوي. ځکه چې دا خالونه د شيطان پرستي عکاسي کوي. زه دا نه وایم چې مسلمانان داسې خالونه نه وهي. بلکې که یو څوک عيسايي يا يهودي هم وي او پر خپله عقیده ټینګ وي نو هغوی داسې خالونه نه وهي. پر پېښور هوايي ډګر چې کوم تره ګر ووژل شو د هغه پر بدن خالونو ډېر څه وویل."

صفيان هم په دي سلسله کې زياتوي، شيطاني خالونه چې څوک هم پر خپل بدن وهي هغوی هیڅ ویره نه لري.

" ګوری د شيطاني شکلونو خالونه وهل هغه خلک جوړوي څوک چې له مرګه نه ډارېږي او يا ورسره په ژوند کې ورسره بده پيښه شوې وي نو هغوی بيا داسې ډول خالونه وهي."

په لاهور کې د خالونو انځورګر او ماهر دا هم وویل چې نن سبا خلک د فېشن لپاره هم پر بدن خالونه وهي. او ځینې بیا پر خپل بدن د یو داغ پټولو لپاره هم خالونه وهي.

XS
SM
MD
LG