د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت د ګوتو په شمېر طالبانو ته بېوسه دی"


د پيښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان
د پيښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان


د پيښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان ویلي دي حکومت د ګوتو په شمېر وسلوالو پر وړاندې بې وسه دی.

نوموړي دا څرګندوني په پېښور های کورټ کې له ګومل زام ډيمه په ۲۰۱۲م کال پر ۱۵ م اګست د تېښتول شویو کسانو د مقدمې اوروني پر مهال کړې.

په دی لړ کې سرکاري وکېل ډپټي اټارني جنرل اقبال مومند مشال ريډيو ته وويل چې د مقدمې اوروني پر مهال د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ شاهدالله او د امنيت سيکرېتري جمال ناصر په عدالت کې پيش شو. جمال ناصر عدالت ته وويل چې د جنوبي وزيرستان وسله وال د دې تښتول شويو کسانو په بدل کې پنځلس کروړه روپۍ او خپل ١٧ ملګري وسلوال غواړي-

سرکاري وکيل اقبال مومند زياته کړه چې د جمال ناصر په دې ځواب باندې چېف جسټس ډير غصه شو او دا سخت ريمارکس ېې مخې ته راغلل، د چیف جسټس د څرګندونو په لړ کې سرکاري وکیل اقبال مومند وويل:((چیف جسټس ډير غصه شو او ویې ويل چې دا څنګه خبره ده چې طالبان د شمار کسان دي او رالګيدلي دي ستاسو نه یې کسان يرغمال کړي دي،او هم تاسو په ايجنسو کې دې طالبانو ته د روغتيا سهولتونه ورکوی او هسپتالونه مو ورته پرانستلي دي، مهرباني وکړی چې دا مراعات په طالبانو بند کړی او په سختو لاسونو ددوی مخنيوی وکړی))-

چېف جسټس دوست محمد خان په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې له ګومل زام ډيمه د تیښتول شويو کسانو د راخوشي کولو لپاره دې حکومت هدفي عملیات وکړي خو د چېف جسټس ددی څرګندونو په لړ کې د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان د پوځ پخواني بريګيډییېير سيد نذير مشال ريډيو ته وويل د هدفي عملياتو سره د تېښتول شويو کسانو ژوندته خطر جوړېدای شي، د عدالت د دې سخت غبرګون مطلب دا دی چې حکومت د دې کسانو د راخوشي کولو لپاره نور ګامونه پورته کړي-

نوموړي وويل: ((دا څرګندونې ځکه رامخ ته کېږي چې پر حکومت او امنیتي ادارو د کوټلیو ګامونو اخیستو لپاره زور راوړل شي. بله خبره دا ده چې ځینې تورونه دا هم لګول کېږي چې حکومت کوم سړی راخلاص کړی د هغو پر سر یې په بدل کې تاوان یا پیسې ورکړې دي نو دا هم په خپل ځای يو حقيقت دی، نو کېدی شي دی طرف ته هم اشاره وي چې تاسو هم تاوان ورکړی او دا سړي راپريږدی))-

د ګومل زام ډيم نه د تېښتول شوي يو تن ذيشان پلار کريم شاه مشال ريډيو ته وويل، چې دوی د پيښور های کورټ مننه او شکريه ادا کوي چې د ٢٠١٣د جنوري په دويمه نيټه د مقدمې د رارواني اونۍ د اورېدو لپاره یې د واپډا د چېرمين پشمول نور لوړپوړي چارواکې رابللي دي او طالبانو ته یې هم اپيل وکړ چې د نیول شویو کسانو پر بچو دې رحم وکړي ځکه چې هغوی ډير غريبان دي-

XS
SM
MD
LG