د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ وروستي بریدونه شېطاني کړنې وبللې




غلام غوث مشال راډيو

پېښور:- د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په خپله ماښامنۍ غونډه کې د پاکستان په پوځي مرکزونو د وروستیو ترهګرو بريدونو په سختو ټکو غندنه وکړه او دا یې شېطاني فعاليتونه وبلل.

وسله والو ترهګرو لومړی د تېرې اونۍ د خالي په ورځ په پېښور کې پر باچا خان هوايي ډګر د هوايي ځواکونو پر مرکز وسلوال برید وکړ او له دې وروسته یې تيره ورځ(نهې) پر رسالپور چاوڼۍ لاسي بمونه وغورځول، د پېښور په برید کې د لس تنه وسله وال، دوه پولیس، او دوه عام وګړي وژل شوي ول او خواشا ۴۰ ژوبل ول او د رسالپور هغه کې یولس تنه ژوبل ول.

د پښتونخوا حکومت دا هم وايي، چې وسله والو طالبانو د خپلې ميډيا له لارې د ولسمشر زرداري، رحمان ملک او ميا افتخار په اړه نا وړه څرګندونې کړې او د او د هغوی د وژلو دهړکه یې ورکړې ده-

په خيبر پښتونخوا کې له تيرو څو ورځو راهیسې د ترهه ګرۍ لړۍ روانه ده او د پښتونخوا د اطلاعاتو د وزير ميا افتخار حسين په وينا وسله وال د پاکستان د پوځي تنصيباتو په نښه کولو هڅې کوي او حکومت یې د تره ګرۍ د دې تازه پيښو په پلټنو بوخت دی.

په اول کې چارواکو ويلي ول، چې پر باچا خان هوايي ډګر بريد کې ککړ د داغستان يو وسلوال یې ژوندۍ نيولی دی. خو د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې پر باچاخان هوايي ډګر بريد کې لس واړه بريد ګر وژل شوي دي او هیڅوک پکې ژوندی نه دی پاته او په دغو کې شپږ خارجي او څلور پاکستاني وسله وال دي.

نوموړي دا هم وویل چې خارجي وسله وال پر توره بوړه له بمبارۍ وروسته پاکستان ته په غير قانوني توګه راننوتي او له کومو هيوادونو سره چې دا وسلوال اړه لري، هغوی یې هم تره ګر بولي. او د دې یواځنی حل دا دی چې دوی ټول باید همدلته ووژل شي.

XS
SM
MD
LG