د لاسرسي ځای



ملګرو ملتونو په پاکستان کې د ګوزڼ یا پوليو ضد څاڅکي ورکولو پر کاروکونکو د خونړيو بريدونو وروسته د دغه کمپاين لړۍ ځنډولې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداري يونیسېف وياند مایيکل کولمېن دا اعلان تر هغې وروسته کړي چې نن د چارشنبي په ورځ د خيبر پښتونخوا په چارسده ضلع کې يوې ښځينه کارکونکې او د هغې ډرائيور ووژل شو. له دې وړاندې په پيښور کې د صحت يو نارينه کارونکې په ډزو کې سخت ژوبل شوی وو. په نوښار ضلع کې هم د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکونکو برید شوی دی .

په پېښور کې ډاکټر جانباز اپرېدي د پيښي په اړه مشال راډيو ته وويل..

(( بریدونه د پېښور په شېرو جنګۍ کې په لړمه کې، په نوښار کې د ګنډېرو په مېره کې او د چارسدې په ډېري زرداد کې شوي دي.))

تيره ورځ په پيښور او کراچۍ کې د پوليو څاڅکې ورکونکو ډلو باندي په بريدونو کې پينځه کارکونکي وژل شوی ول.

د دې بریدونو پړه لا تراوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د پوليو کمپاين پرضد ګواښونه ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG