د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: مساپر بس او لارۍ ټکر خوړلی، ۵ مړه، ۱۱ژوبل




ټکر تېره شپه په دريو بجو د غزني د مقر ولسوالۍ په لړمه سيمه کې د يو درې سوه درې ډوله موټر او يوې لارۍ تر منځ شوی دی چې پکې پېنځه تنه مړه او يوولس نور زخمي شوي دي.

په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې درې سوه درې موټر له کابل څخه کندهار ته روان وو چې د مقر په لړمه سيمه کې يې ټکر کړی دی.

د ده په خبره د ټکر لامل د موټر ګړندی تګ او پر سړک د واورې يخی کېدل دي.

(( ټکر د مقر ولسوالۍ په لړمه سيمه کې د يوې درې سوه درې موټر او يوې هينو لارۍ تر مينځ شوی دی چې پکې پېنځه تنه مړه شوي او يوولس نور زخميان دي. په مړو شويو کسانو دې دوه نارينه او درې ښځې دي. ))

څلور ورځې وړاندې هم د غزني په روضې سيمه کې څلورو درې سوه درې ډوله موټر ټکر کړی وو چې پکې شپاړس تنه زخمي شوي وو.

د غزني د ټرافيکو مديريت وايي چې د روان کال له پيل راهسې تر اوسه پورې د کابل کندهار پر لويه لاره يو کم سل ټکرونه شوي دي چې تر دريو سوو زيات کسان پکې مړه او زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG