د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د ټولپوښتنې د نتیجو پر ضد لاریونونه





په مصر کې د اپوزيشن ملاتړ کونکي پلان لري چې د اسلامپالو په ملاتړ د نوې رامنځ ته شوي آيني مسودې په ضد نن لا نورې ولسي مظاهرې وکړي.

اپوزيشن وايي په مسوده کې د ټولو مصري وګړو لپاره د پرمختللو جمهوري حقونو ضمانت نه دی ورکړل شوی. دوی تور لګوي چې د خالي په ورځ پر آيني مسوده د ټول پوښتنې په لومړي پړاؤ کې درغلي شوې. د ټول پوښتنې دويم پړاؤ به د راتلونکې خالي په ورځ ترسره کيږي.

د ولسمشر مرسي ملاتړ کونکي وايي د ټول پوښتنې په لومړي پړاؤ کې ۵۷ فيصده رايې ورکونکو د نوې آيني مسودې ملاتړ کړی.

بلخوا د مصر لوی څارنوال چې د ټاکلو يي لا هم يوه مياشت نه ده شوې، خپله استعفا جمع کړې ده. پرون په سلګونو څارنوالانو په قاهره کې د لوي څارن وال طلعت ابراهيم د دفتر مخې ته مظاهره وکړه او له هغه يي د استعفا غوښتنه وکړه. لوی څارنوال ولسمشر مرسي ټاکلې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG