د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه بن لادن فلم : د سي آی اې اېجنټه وستایل شوه


د زیرو ډارک ترټي اداکار اېډګر رېمیرېز
د زیرو ډارک ترټي اداکار اېډګر رېمیرېز




فرانس پريس اژانس په خپل راپور کې د امريکا د هغې يوې فلمي اداکارې چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو او بيا يې د وژلو د عملياتو پر موضوع جوړ شوي فلم (زيرو ډارک ترټي) کې مخکې رول لوبولی دی، خبرې راخيستي دي.

جيسيکا چاسټين، چې په ياد فلم کې د ښې اداکارۍ لپاره د فلمونو نړيوالې جايزې آسکر ته نومول شوې، اژانس ته ويلي چې د دې په برخه شوی دغه اعزاز بايد د سي آۍ اې د هغه ښځینه ايجنټ د درناوي سبب وګرځي چې د بن لادن په موندلو کې يې کليدي رول لوبولی دی. د امريکا د جاسوسي ادارې دغه ايجنټه مايا نوميږي.

اژانس ليکي، نوموتې امريکايي ډايريکټرې کاترين بيګلو جوړ کړی فلم په امريکا د ۲۰۰۱ کال د سيپټمبر تر بريدونو وروسته د اسامه بن لادن د موندلو په هڅو څرخي، چې په کې ښودل شوي، نوموړی تېر کال د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې په ډرامايي ډول پيدا او ووژل شو.

اداکارې جيسيکا چاسټين فرانس پريس ته ويلي، د دې لپاه چې مايا له سي آی اې سره کار کوي او د رسنيو مخې ته نه شي راتلای، دوئ جوړ کړی فلم د هغه څه لپاره چې نوموړې تر سره کړي، د مننې او ورته د درناوي کولو په توګه ګڼل کېدای شي.

خو د فرانس پريس اژانس په راپور کې راغلي، په (زيرو ډارک ترټي) فلم له دې امله چې جوړونکو ته يې د امريکايي پوځ پټو اسنادو ته د رسيدګۍ موقعې په لاس ورکړل شوې، نيوکې وشوې. دا هم ويل کېږي چې اوباما انتظاميې دغه فلم د امريکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د خپلو ګټو لپاره وکاروه.

اژانس زياتوي، په دغه امريکايي فلم له دې کبله هم اعتراضونه کېږي چې په کې هغه تاکتيکونه چې امريکایي پوځ يې د مشکوکو ترهګرو د شکنجې په توګه کاروي، نه دي ښودل شوي.

د اژانس په ليکنه، له مشکوکو ترهګرو څخه د امريکايي پوځ د تحقيقاتي عملياتو په نتيجه کې تر لاسه شوي مالومات هغه څه دي چې د بن لادن په موندلو کې يې خورا ډېره مرسته کړې ده.

اژانس کاږي، د فلم ټولې کړۍ په پای کې هغې نتيجې ته رسيږي چې د امريکايانو د بې حده خوښۍ سبب وګرځېده – د ايبټ اباد په خپل کور کې د اسامه بن لادن وژنه.




XS
SM
MD
LG