د لاسرسي ځای

د ننګرهار بټي کوټ پلټونکې علميات پای ته ورسيدل


د هغه کسان دې چې په پلټونکو عملیات کې نیول شوي دي

د هغه کسان دې چې په پلټونکو عملیات کې نیول شوي دي


بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې چې د تيرې يوې هفتې راهيسې د عقاب ۷ په نوم د وسله والو مخالفيتو پر ضد د پلټنې عمليات پيل شوي ول او څه باندې ۷۰ کسان په کې نيول شوي ول. د دوه قوماندانانو په ګډون يې څوارلس تنه مجرمان ثابت شوي چې د ننګرهار چارواکو د نهې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيو ته و ښودل.

د افغانستان په خيتځ کې د سيلاب ۲۰۱ قول اردو قوماند تورن جنرال محمد زمان وزيري په يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې له ۷۰ تنو څخه يې ۱۴ تنه چې په وسله وال مخالفت کې ککړ و، نيول شوي او نور يې خپلو کورونو ته ليږدولي دي. دی وايي:

« تاسو ته مالومه ده چې د څه مودې راهيسې چې د بټي کوټ ولسوالۍ کې دهشتګردو د لاره په سر خلک له موټرو ښکته کول، مزاحمت يې کولو، خلک يې ځورول،په همدې اساس په مشترکه امنيتي جلسه کې د ننګرهار د خلکو د غوښتنو په اساس يوه هفته وړاندې د وسله والو مخالفينو په ضد د پلټنې عمليات پيل کړل.»

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي وويل چې په دې کسانو کې دوه تنه مهشور قوماندانان هم نيول شوي دي. دی وايي:

« په قوماندانان کې یو تن يې مولوی عبدالرحمن نوميږي، چې د سروبي پورې يې د مخالفينو وسله والو مشري کوله، پخوا هم په ګونتانامو کې بندي و. نيول شوی او يو تن د بل تن يې حضرت بلال نوميږي، چې د څو نورو کسانو په ګډون نيول شوی دی.»

د ننګرهار والي زياتوي، چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې يې عمليات په بريالتوب سره تر سره کړي، سيمه يې له وسله والو مخالفينو پاکه کړې او په پام کې لري چې د ننګرهار په خوګياني، شيرزادو، پچير او ګام او چپرهار ولسواليو کې هم ورته عمليات تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG