د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري ښايي د امریکا د بهرنو چارو وزیر شي


سېنېټر او پخوانې صدارتي کانديد جان کېري
سېنېټر او پخوانې صدارتي کانديد جان کېري




داسې امکانات څرګنديږي، چې امريکا يي سېنېټر او پخوانې صدارتي کانديد جان کېري به د امريکا راتلونکې د بهرنېو چارو وزير وټاکل شي.

نوموړي له افغانستان او پاکستان سره د سفارتي مسلو حل کولو په لړ کې څو وارې د دغه هېوادونو دورې کړ ي دي. له افغانستان سره د سترېتجیکي ملګرتيا تړون په لړ کې جان کېري څو وارې افغانستان ته تېر کال تللی وو ، همدا شان د رېمنډ ډېوس لخوا د دوه پاکستاني وګړو د مشکوکه وژني وروستو د پاکستان او امريکا ترمنځ د پېدا شوي بحران په وختونو کې هم جان کېري د پاکستان سفر کړی وو.

په اسلام اباد کې يي له افغان ولسمشر سره په ګنټو ګنټو په حساسو مسلو خبرې کړي.

کېري د سپيني ماڼۍ امنيتي ايجنډا په سېنټ کې وړاندې کړې چې بېلابېلې نتېجې يي مخې ته راغلي دي ، نوموړي په ۲۰۱۰ م کال کې له روس سره د اټومي وسلو د کمولو تړون په کاميابۍ سره يقيني کړې وه خو نوموړې په دې روستو کې په دې هڅه کې ناکامه شو چې د رېپبلکن ګوند غړي د معزورانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د تړون ملاتړ ته وهڅوي.

جان کېري په صدارتي انتخاباتو کې د اوباما لپاره د کمپېن په لړ کې هم ډيرې هلې ځلې کړي دي.

د ډيموکرېټک نېشنل کنونشن غړو ته په خپله تاريخي وينا کې جان کېري وېلې وو((تاسې له اسامه بن لادن پوښتنه وکړۍ چې څلور کاله وروسته دې څه حال دی)

ښکاري داسې چې اوباما کېري ته د دومره کارونو پر سر د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ په انعام کې ورکړي.

د جان کېري د خارجه وزير جوړېدو امکانات روسته له هغې زيات شوي دي چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې سوزان رايس د بهرنېو چارو د وزارت څوکۍ لپاره د مقابلې څخه لاس په سر شوې.

د نوم نه ښودلو په شرط ځینو چارواکو ویلي دي د بهرنېو چارو وزارت د څوکۍ لپاره د جان کېري په نومولو د کانګرس غړو سره خبرې شوي دي.

له ايسوشیېټېډ پريس سره په خپلو خبرو کې سېنېټر باب کاکر وايي (( زما په خيال کانګرس غواړي چې جان کېري په مثبته توګه کار وکړي ، کېري هغه تن دې چې پوهيږي قانوني عمل څنګه کيږي((.

دغه رنګ د ريپبلکن ګوند سنېټر کېلي وايي، په دې کې هېڅ شک نه شته چې جان کېري په مسلو باندې ژور نظر لر ي او يقيناً چې هغه د دې څوکۍ لپاره په معيار پوره دې .

XS
SM
MD
LG