د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګردش وايي اوسنیو بې مانا سندروته یې زړه تنګیږي


افغان خبریال ، هنرمند او ممثل حفیظ ګردش
افغان خبریال ، هنرمند او ممثل حفیظ ګردش

حفیظ الله ګردش دافغانستان ځوان هنرمند، ممثل او خبریال دی. نن سبا په کابل کې استوګنه لري او د یوې خبري ادارې سره کار کوي. ده کابل د شا دوشمشیره لیسې نه په ۱۳۵۹ کال کې ددولسم صنف بری لیک په لومړۍ درجه کې ترلاسه کړی دی.

په هم دې کال کې دافغانستان د کابل پوهنتون پښتو ډیپارټمنټ کې شامل شو او په دیارلس سوه درې شپیته کال کې ترې فارغ شو.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړی د پوهنتون نه تر فارغیدو دوه کاله وروسته دافغانستان راډیو تلویزون ته لاړو او هلته د ځوانانو د خپرونې پروډیوسر شو.

هم هلته کابل راډیو تلویزون ته ځوان حفیظ ګردش هغه مهال څو پارچې سندرې هم ریکارډ کړې چې خلکو ډیرې بدرګه کړلې.

نوموړی له تیرو لسو کلونو راهیسې په کابل کې د سولې او جګړې د انسټيټوټ سره د د ریجنل ایډیټر په حیث کار کوي.
ددې ترڅنگ پنځلس کاله کېږي چې دنوي کور نوي ژوند په ډرامه کې دټاپ اکټور په حيث کار کوي، په ډرامه کې دده کردار دجبار خان د زوى سرور کردار دب خو کله چې خداى بخښلي فضلي صاحب په حق ورسيد نو دی اوس دکلي دمشر په حيث يانې دسرور خان رول لوبوي.

ګردش دځوانۍ په شپو ورځو کې يو څه شعرونه ويلي خو وروسته دده په وینا پوه شو چې دی ددې لارې لاروى نه دی. بيا یې يو څه ليکنې کولې چې په بيلا بيلو ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG