د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمرود چاودنې ګڼه مرګژوبله واړوله





د خیبر اجنسۍ په جمرود بازار کې یوې زورورې بمي چاودنې لږ تر لږه شپيتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

چاودنه نن دوشنبه غرمه مهال د جمرود بازار په یوه مارکیټ کې وشوه، چې د مرستیال پولیټيکل اجنټ دفتر او ځايي روغتون ته څيرمه واقع دی.

عیني شاهدان وايي، چې د چاودنې پر وخت په سیمه کې د تل پشان د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د خیبر اجنسۍ پولیټيکل اجنټ یا دولتي استازي مطهر زیب چې د پيښې په ځای کې يې خبريالانو ته معلومات ورکول وویل چې په چاودنه کې پنځلس تنه وژل شوي او تر څلويښتو زیات ټپيان دي.

نوموړي دا د سیمې په تاریخ کې تر ټولو زوروره چاودنه وبلله او ویې ویل چې د هرې بلې هغې په نسبت زیات او خطرناک چاودیدونکي مواد پکې کارول شوي :

(چاودیدونکي مواد په موټر کې ځای پرځای شوي وو، ډیره زوروره چاودنه وه او په زیات مقدار کې مواد پکې کارول شوي. موږ ولیدل چې هغو خلکو ته زیان اوښتی چې په یو څه لرې واټن کې پر بای پاس سړک روان ول.

تر لسو پورې موټر په بشپړه توګه سوځيدلي، همداراز یو موټر مې ولید چې د چاودنې له ځایه شاوخوا لس ګزه لرې ولاړ و په هغه کې نارینه، ښځې او ماشومان سپاره و چې ټول يې سوځيدلي وو)

مطهر زیب د روغتون د سرچینو له قوله وویل، چې په ټپیانو کې د ډیری هغو روغیتايي وضعیت نازک دی او ښايي اصل شمیر نور هم زیات شي.

که څه هم دا چاودنه د مرستیال پولیټیکل اجنټ دفتر دڅو ګزو په فاصله کې شوې، خو مطهر زیب وايي چې دولتي مسوولینو او امنيتي ځواکونو ته پکې دسرزیان ندی اوښتی او په نښه شوي ټول ولسي خلک دي.

د لواړګي د مطبوعاتي مرکز پخواني مشر او ازاد خبريال ولي خان شینواري، چې پيښه يې له نژدې څارلې له سیمې په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې په وژل شویو او ټپيانو کې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي :

(زه چې کله سیمې ته راورسیدم نو په لسګونو ښځې، ماشومان او نارینه مې ولیدل چې په وینو کې لت پت پراته و، هره خوا انساني اعضا او وینې پرتې وې.

ټپیانو چې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان پکې شامل دي چغې وهلې خلک په ډير بد حالت کې هره خوا ته پراته وو)

نوموړي د مرستیال پولیټيکل اجنټ یا په سیمه کې د دولت د استازي د فتر ته د څو ګزو په فاصله کې دغسې زوروره چاودنه د امنيتي ادارو ناکامي او بې غوري وبلله خو مطهر زیب بیا وايي، چې دوی په ټولو هغو سیمو کې کلک اقدامات کړي، چې د ورته پيښو خطر پکې لیدل کیږي:

( امنيتي ځواکونه خپل مسوولیتونه ترسره کوي، خو دا یوه ډيره پراخه سیمه ده له همدې امله شپه ورځ نشو کولی چې هر ځای وڅارو.
ځای پر ځای امنيتي پوستې موجودې دي، ددې ترڅنګ ملیشه ځواکونه پر لویه لاره ګزمې هم کوي همدا وجه ده چې په دې وروستیو کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو هیڅ لوی برید ندی شوی.
ترهګرو ولیدل چې زموږ زیاته پاملرنه لويې لارې ته ده نو له موقع نه په استفادې يې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې دا چاودنه وکړه)

په روان میلادي کال کې په جمرود بازار کې دا څلورمه زوروره چاودنه چې پر ولسي خلکو کیږي.

که څه هم تر اوسه لا چا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی خو ګومان کیږي چې دا چاودنه به د تیرو هغو پشان د کوکي خیلو او سخت دریزو وسله والو ترمنځ له موجودې کشالې او لانجې سره تړاو ولري.

په جمرود بازار کې دا چاودنه په داسې وخت کیږي چې یواځې دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د پيښور پر باچاخان هوايي ډګر راکټي او ډله ييز برید وکړ.

سره له دې چې دولت د سخت دریزو ډلو د ملا ماتولو او ځپلو ادعاوې کوي، خو ورته پيښو د خلکو اندیښنې زیاتې کړي او امنيتي ادارې به بې کفایتۍ تورنوي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG