د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعد محمد خان وايي طالبان د پردو بریدونو پړه هم مني



د پاکستان د طالبانو تحریک په دغه هیواد کې د ترسره شویو اکثرو تروریستي بریدونو پړه مني ، په دغو بریدونو کې ځینې یې د لوړې کچې وې چې ښايي ددوی له وس نه به پورته وي او د القاعدې په شان ډلو به ترسره کړي وي.

خو پړه یې دا غورځنګ مني. ددې ترڅنګ طالبان د ځینو بریدونو چې ظاهرا معلومیږي دوی به کړي وي، نه قبلوي، ددې څه وجه ده ؟ د پاکستان حکومت تل وايي چې په دغو بریدونو کې بهرني لاسونه ښکیل دي، داخبره څومره سهي ده، د خینو ځان مرګو د بدن په پاتې غړو کې ( ټیټو ) هم جوړ وي، یا د غیر مسلمو نورې نښې هم ورکې لیدل کیږي.

نو ایا د طالبانو سره د نورو مذهبونو کسان هم ملګري دي. ددغو پوښتنو ځواب د پاکستان د پوځ دپخواني ډګرمن سعد محمد خان سره د نجیب عامر په دې مرکه کې اوریدلی شئ. په سر کې ترې پوښتل شوي چې ایا طالبان په هوايي ډګروونو او د پوځ په لویو مرکزونو د بریدونو ظرفیت لري ... دا مرکه لاندې اوریدلی شئ




تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG