د لاسرسي ځای





قباییلي سیمې که څه هم د تعلیم په میدان کې وروسته پاته دي، خو د ځايي خلکو په خبره دغلته په تیره یوه لسیزه کې دروانو کړکیچنو حالاتو له کبله د نورو شعبو ترڅنګ تعلیمي هڅې اغیزمنې شوې.

په قباییلي سیمو کې د وسله والو له خوا په سلګونو سکولونه په بمونو الوځول شوي چې له امله يې نارینه خو پتېره ښځې له یوشمیر ستونزو سره مخامخ دي.

د مومند اجنسۍ سره تعلق لرونکې رازیه خان وايي، چې اوس لوړې زده کړې کوي او زیاتره تعلیم یې په کور دننه حاصل کړی دی.

دوی د ښځې تعلیم په اړه مشال ريډيو ته وویل :

”مومند دا د ځان لپاره پيغور ګڼي چې د هغوی خور لور تعلیم حاصلوي بیا که څوک خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي نو د هغه تربرونه پيغور ورکوي، نو له همدې وجې هغوی پر خپلو لوڼو تعلیم نه شي حاصلولی خلک سپوږمۍ ته ورسیدل خو مومند لا هم په غرونو کې پاته دي، زموږ په نجونو کې یو فیصد تعلیم هم نشته “

رازیه خان وايي، په مومندو کې خلک د خپل کور کلي د رواجونو له وجې سکولونو ته نه شي تللی او بل مشکل دا دی چې تروریستانو سکولونه ختم کړي دي.

نوموړې وايي، کومو ښځو ته چې په مشکله د تعلیم حاصلولو اجازه حاصله شوې وه هغه هم بنده شوه ځکه چې طالبانو ټول سکولونه ختم کړل.

رازیه خان وايي تر لسم پورې يې په سکولونو کې تعلیم حاصل کړی، خو تر هغه وروسته يې د خپل نیکه په مرسته پرایویټ تعلیم کړی خو وايي چې د کور کلي خلک يې ډير مخالفت کوي.

هغه د خپل نیکه ډيره مننه کوي، چې دې ځای ته يې رسولې.

د مشال سره په ځانګړي مرکه کې رازیه خان وايي د تعلیم تر څنګ کار هم کوي او د خوښې کار يې سوشل ورکنګ دی او غواړي چې قباییلي ښځو ته خدمت وکړي.

په قباییلي سیمو کې د نجونو تعلیم د ستونزو د هواري په لړ کې نوموړې مشال ريډيو ته وویل:

”که زموږ مومند او بیا ټول قباییل دا سوچ ختم کړي چې د جینکو تعلیم ناروا دی یا پيغور دی نو هلته به د جینکو تعلیم عام شي او هره جینۍ به تعلیم یافته شي. د جینکو له پاره سکولونه او کالجونه نشته حکومت ته پکار دي چې نوي سکولونه او کالجونه جوړ کړي چې جینکۍ پکې تعلیم وکړي. او کوم هغه چې وران کړل شوي هغه دې ژر تر ژره بېرته جوړ کړي. “

XS
SM
MD
LG