د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د ملالې امنیت به ټول عمر ساتل کېږي’


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ




له برتانیوي ورځپاڼې ټیلي ګراف سره په مرکه کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، په پاکستان کې به ټول عمر د ملالې یوسفزۍ امنیت ساتل کېږي.

ده وویل، ملاله غواړي بیرته پاکستان ته لاړه شي او د ده په خبره، دا ترهګري به تر ډېرې مودې نه وي.

ملک وايي، هغه ګامونه چې دوی اخیستي، تحریک طالبان پاکستان یې په وړو، وړو ډلو وېشلی دی او دا هغه څه ول چې دوی غوښتل.

ټیلي ګراف ورځپاڼې ته رحمان ملک ویلي، باوري دی چې کله ملاله ښه شي، پخپله ګرځېدای شي، له خلکو سره خبرې کولای شي، او عادي ژوند تېرولای شي نو پاکستان ته په ورستنېدو به د هغې د زړور دریځ له پاره ټول عمر د هغې امنیت ساتل کېږي.

دی وايي، تر هغو چې ترهګري ختمه وي ورته به امنیت ورکوي. دی وايي، کېدای شي طالبان نور هیڅ نه وي، کېدای شي بل راتلونکی حکومت وغواړي چې د هغې ساتنه وکړي نو د ده په خبره، دا ورته هیڅ مشکل نه دی ځکه چې ملاله اوس د پاکستان اتله ده.

ټيلي ګراف ورځپاڼه لیکي، تېره اوونۍ په سوات کې شا و خوا ۱۲۰ زده کوونکو احتجاج کړی وو او ویل یې چې حکومت دې د سیدو شریف نجونو کالج د ملالې په نوم د نومولو پرېکړه بیرته واخلي. دې زده کوونکو حکومت ته د درو ورځو وخت ورکړ چې د کالج نوم دې بیرته پخوانی کړل شي.

زده کوونکو ټيلي ګراف ورځپاڼې ته وویل، له حکومته غواړي چې سمدستي دې د ملالې لیکل شوی نوم او د هغې انځورونه لرې کړي. د زده کوونکو په خبره، طالبانو ملاله پرېنښوده او د هغې په نوم به د دوی د کالج په ګډون هر شی وران کړي.

رحمان ملک ټیلي ګراف ورځپاڼې ته ویلي، د دوی حکومت به خپله پرېکړه بیرته وا نخلي او کالج به د ملالې په نوم وي. دی وايي، کله چې سوات ته تللی وو نو دا خبره ده وکړه چې د کالج به د ملالې په نوم کوي، او هغه وخت ټولو زده کوونکو چکچکې کړې وې.

رحمان ملک زیاته کړې، دا پرېکړه به په برتانیا کې ډاکتران کوي چې ملاله به کله پاکستان ته د ستنېدو جوګه کېږي.

ملاله یوسفزۍ د اکتوبر په میاشت کې وسله والو ویشتلې وه. نوموړې د حملې پر وخت له ښوونځي کور ته روانه وه. پر هغې د برید پړه د پاکستان تحریک طالبان منلې وه.

XS
SM
MD
LG