د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ډایرېکټر او د پولیسو ۲ سرتېري وژل شول




نن ( دوشنبه) سهار د بلوچستان په کوټه ښار کې د هدفي وژنې په یوه پېښه کې د پولیسو په وېنا،د ناڅرګنده وسله والو له اړخه د ډزو په نتیجه کې د سرکاري عامو اړیکو اداره یا ٫٫تعلقات عامه٬٬ یو ډایرېکټر او د پولیس ۲ سرتېري ووژل شو او یو پولیس سرتېری ټپي شو

د پولیسو ه وېنا،پېښه نن د دوشنبې په سهار،د سټي تهاڼې په حدودو کې رامنځ ته شوه.د یادې تاڼې یو مشر محمد سلیم په دې اړه مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل،

٫٫ تعلقات عامه ادارې ډاېرېکټر،خادم حسېن نوري له کوره د دوتر پر لور روان وو چې کله دی عدالت روډ کې خپل دوتر ته د رسېدو په حال کې وو، نو هم هغه ګړۍ ناڅرګنده وسله والو پر نوموړي ډزي وکړې چې په نتیجه کې هغه ځای پر ځای ووژل شو. د پېښې له ځای سره د پولیسو سرتېرو یوه ګاډۍ روانه وه. پولیسو د برید کوونکو په نیولو پسې شو او په دغه هڅه کې د هغو ناڅرګنده وسله والو له خوا په ډزو ۲ پولیس سرتېري ووژل شول او یو ټپي شو٬٬

د پولیس چارواکی محمد سلیم زیاتوي،برید کوونکي له پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شول. د ده په خبره، پولیسو د پېښې پلټنې او د برید ګرو لټون پېل کړی دی.

د ډاېرېکټر خادم حسېن نوري له وژل کېدو سم دستي وروسته د نوموړي خپلوانو د سیول روغتون مخې ته احتجاج وکړ او د نوموړي پر وژل کېدو یې سخت خپګان او غوسه څرګنده کړه.په دغه موقع د نوموړي یو خپلوان خبریالانو سره د خبرو پر مهال ووېل

٫٫زموږ له ډېرې مودې له حکومته دا غوښتنه ده چې د دغو هدفي وژونکیوضد دي ځانګړي عملیات وکړي او د دوي سخت دي سخت نه سخت ګامونه واخلي٬٬

تر دې دمه لا هم نه د معلومه شوې چې د تعلقات عامه ادارې ډاېرېکټر خادم حسېن نوري او ورسر د پولیس سرتېرو د وژل کېدو تر شا څه مقاصد دي او نه بیا کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه په غاړه اخیستې ده،خو دا خبره د یادولو وړ ده چې بلوچستان او په خاصه توګه کوټه کې وخت نا وخته داسي پېښې رامنځ ته کېږي او زیاتره وخت د دغو پېښو په ترڅ کې شییعه ګان او یا امنیتي سرتېري وژل کېږي.

نیاز موساخېل مشال راډيو کوټه

XS
SM
MD
LG