د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په چپرهار کې لس نجونه ووژل شوې


افغانستان: د ماین چاودنې کې د وژل شویو نجونو مړي په امبولېنس کې وړل کېږي. ۱۷ ډسمبر ۲۰۱۲
افغانستان: د ماین چاودنې کې د وژل شویو نجونو مړي په امبولېنس کې وړل کېږي. ۱۷ ډسمبر ۲۰۱۲


د افغانستان د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کي يوي بمي چاؤدني لس تنه ماشومانې نجونې وژلې او دوه نورې يې ژوبلې کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي چې نن سهار شاه وخوا ۸ بجې دغه ماشومانې نجونې چې عمرونه يې له ۹ څخه تر۱۲ کلونو پورې وو، د چپرهار د دولتزيو په سيمه کې د بوټو ټولو لو لپاره وتلې وې چې یو مخکینی ښخ شوی بم پرې وچاوديدلی.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغه خطرناکه هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې له تېرو درو لسیزو راهسیې روانو جنګ جګړو کې په زرګونه کسان په مین او یا هم ښخ شویو بمي چادونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG