د لاسرسي ځای

اسدالله خالد د درملنې لپاره امریکا ته استول شوی



د افغانستان د ملي امنيت مشر اسدالله خالد چې موده مخکې په يوه ځانمرګي بريد کې ژوبل شوې و د درملنې لپاره امريکا ته منتقل کړی شوی دی.
د ولسمشر د وياند مرستيال احمد ضيا سيامک مشال راډيو ته ددې خبر پخلی کړی دی. نوموړی زیاتوی:

(( اسد الله خالد په خير سره امريکا ته ورسېد، روغتيايي وضعيت يې ښه دى او تر روغتيايي څارنې لاندې دى. ډېر ژر به روغ هیواد ته راستون شي)

اسدالله خالد د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د ملي امنيت په يوه مېلمستون کې يو ځانمرګي بريد کونکي ژوبل کړې و چې پړه يي طالبانو پر غاړه اخستې وه.

پخوانی والي او وزير اسدالله خالد د ستمبر په مياشت کې د افغانستان د ملي امنيت لوي ريس ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG