د لاسرسي ځای

تازه خبر

دنړۍ مشرانو دامریکايي ماشومانو وژنه غندلې



دنړۍ د اکثرو هیوادونو مشرانو د امریکا په یو سکول کې د وژلو شویو شلو ماشومانو او شپږو نورو کسانو په نخښه کیدو د هغوی د خپلوانو سره خواخوږي ښکاره کړې ده.


افغان ولس مشر حامد کرز ی وايي :

(( دامریکې ملت ته ددې دردونکې پېښې تاثر او تسلیت وړاندې کوو. هیله مو داده چې دا ډول حادثې د نړۍ په هیڅ ځای کې رانشي، افغانستان خصوصا دداسې حادثو په درد پوه دی، ځکه چې زمونږ په ملت باندې هره ورځ دا دول حادثې راځي او ورسره لاس او ګریوان یو. ))

د جاپان وزیر اعظم ، یو شي هیکو نودا ( Yoshihiko Noda) وايي : (( مونږ په دې پېښه کې د نخښه شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي لرو. )) .

د اسټریلیا وزیر اعظمه جولیا ګیلارډ ( Julia Gillard) وايي : (( دا یو بې مانا او نه تفهیمیدونکی وران کاری برید دی. ))

دایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست ویلي (( دا دتراژیدۍ نه یوه ډکه پېښه ده او دوی د پېښې د نخښه شویو ماشومانو او نورو کسانو د کورنیو سره خواخوږي لري. ))

دامریکا ولس مشر بارک اوباما په یوه تلویزوني وینا کې وویل : په دې پېښه د ملت زړه مات شوی دی:

نوموړی وايي موږ بايد سياست ته پام ونه کړو او د دغسې دردونکو پيښو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلو.

پوليس وايي بريد کوونکی، شل کلن ( ايډم لینزا ) وو. نوموړي اول خپل کور کې خپله مور وژلي او بيا وروسته يې دې سکول کې د شپږ ويشتو کسانو تر وژنې وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG