د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت قبایلي سیمو کې د پرمختګ پروژې پیلوي


ګل ایاز / پراګ

په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو کې پرمختيايي کارونو او د دې ځای دوسيدونکو دژوند دښه کولو لپاره حکومت يو شمير پروژې اعلان کړي دي.


په دې کې قبايلو ته د روزګار ورکولو موقعې، په سيمه کې د انټرنيټ رسايي، قبايلي بانک او دغه شان نور کارونه دي، چې حکومت يې بيا بيا اعلانوي. خو د بدامنۍ له کبله په دې پروژو عملي کار نه دی شوی، په پيښور کې د قبايلي سيمو کارپوه عقيل يوسفزی وايي په قبايلي سيمو کې د حکومت عملداري د نیشت برابر ده او د دې ځای څخه يو شمير خلکو کډې کړي دي. نوموړی زياتوي :

((په سيمه کې ميډکل کالج، بانک او يا نور داسي شان اقدامات د سهولوتونو په برخه کې راځي، او سهولتونه خلکو ته په عادي حالاتو کې ورکول کيږي. دلته په فاټا کې مسئله دا ده چې سوونو سکولونه چې په بنيادي ضرورت په برخه کې دي، تباه شوي او د بيا جوړولو لپاره کار پري نه کيږي. د دې سکولونو د تحفظ لپاره اهتمام نه کيږي. د فاټا يوه الميه دا ده چې يو خوا ته نجونۍ سکولونو ته نشي تللي نو بل طرف ته په يو نوي سروي کې راغلي چې ۶۰ فيصده هلکان سکولونو ته نه ځي، د اعلاناتو تر حده پوري دا خبري سمي دي خو په سيمه کې د امن و امان صورتحال ډير خراب دي.))

د روانې مياشتي په لومړيو کې د قبايلي سيمو لپاره فاټا سيکرټيريټ د انفارميشن ټيکنالوجي پاليسي د عملي کولو اعلان کړی و، پدي لړ کې به د قبايلي سيمو لپاره حکومتي چارواکو ته روزنه ورکول کيږي چي مقصد يې ادارو کې شفافيت راوستل دي. د قبايلي سيمي کارپوهان او ځاي وسيدونکي په دي اند دي چې د آيي ټي پاليسي پرځای د خلکو بنيادي ضرورتونو ته پاملرنه وشي. هم دغه پوښتنه مې د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله نه وکړه نو هغويی راته په ځواب کې وويل:

(( مونږ په تعليم، صحت، د اوبو او په ولسي برخه کې ډيرې زياتي منصوبي رواني دي، دا خبره بيخي غلطه ده چې په دي سيمو کې سهولتونه نه ورکول کيږي. په قبايلي سيمو کې سکولونه فعاله دي خو ځيني ځايونو کې بدامني شته چې له کبله يې کارونه د ځنډ ښکار دي.))

که څه هم د حکومت لخوا په قبايلي سيمو کې پرمختيايي کارونو د نه عملي کيدو شکايتونه مخي ته راځي، خو قبايلي خلک هم په مختلفو پروژو کې له يو بل سره مخالفت لري. د مثال په توګه وفاقي حکومت په قبايلي سيمو کې د ميډيکل کالج جوړولو اعلان کړي و، په دي کې د وزيرستان قبايل وايي چې دا کالج د دوی حق دی نو بلخوا نورې قبايلي ايجنسۍ بيا جلا دريځ لري. د قبايلي سيمو کارپوه عقيل يوسفزي دي حالاتو ته څه داسي ګوري:

((دا جنګ په قبايلي سيمو باندي د مختلفو فريقينو يا قوتونو مسلط کړی دی، د دې جنګ نه واکمن ډيره ګټه پورته کوي، دا د دوي لپاره د ګټي يوه وسيله ده.))

بيا د فاټا سيکرټريت وياند فضل الله وايي، په قبايلي سيمو کې چې پر کومو پروژو اختلافات دي، هغه به ډير زر د خبرو اترو د لاري حل کړل شي. د دوي په وينا د حکومت لخوا اعلان شوي په ټولو پروژو کار روان دی او حکومت به نه په شا کيږي.

کارپوهان نظر لري چي تر څو په قبايلي سيمو کې د خلکو د معاش زرایع ، تعليم، کولتور او ژوند محفوظ نه وي نو تر هغې دغه ترقياتي کارونه به بې مانا وي، د دوی په وينا حکومت له پکار ده چې په قبايلي سيمو کې خپله عملداري پرځاي کړي او د خلکو حفاظت يقيني کړي.
XS
SM
MD
LG