د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًد ایم کیو ایم الطاف حسېن د عدالت سپکاوي کړی دیً


 د متحده قومي موومنټ ګوند مشر الطاف حسین
د متحده قومي موومنټ ګوند مشر الطاف حسین
د پاکستان سترې محکمې د متحده قومي موومنټ ګوند مشر الطاف حسین ته د عدالت د سپکاوي نوټس جاري کړی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، نن سپریم کورټ الطاف حسین، او د متحده قومي موومنټ یوه بل مشر او مرکزي وزیر فاروق ستار ته امر کړی دی چې د جنورۍ پر اوومه نېټه دي دې عدالت ته ورشي.

سپریم کورټ ویلي دی چې الطاف حسین د عدالت په اړه نا سمه ژبه کارولې ده او د عدالت سپکاوی یې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې الطاف حسین د روانې میاشتې پر دویمه نېټه د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې د سپریم کورټ له خوا په کراچۍ کې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو پر امر سختې نیوکې کړې وې.

د سیند صوبې د ټاکنو کمیشن اعلان کړی دی چې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ هفته کې به د کراچۍ په ښار کې د ووټونو د رجسټرکولو د تصدیق په برخه کې په کار لاس پورې کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سترې محکمې په کراچۍ کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوو حلقه بندیو کولو امر وکړ.

د پاکستان د سترې محمکې له دې امره وروسته هلته سیاسي ګوندونو په دې لړ کې خپلې هلې ځلې هم پیل کړې دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د تېرې چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د سیند صوبې لپاره په خپل سیکرټریټ کې د یو شمیر ګوندونو ګډه غونډه رابللې وه او په کراچۍ ښار کې یې د پښتنو لپاره یې د ۷ قامي او ۱۴ صوبایي ټاکنیزو حلقو د جوړولو وړاندیز کړی دی ـ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې ګډون کونکو ټولو ګوندونو د نوو حلقه بندیو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له وړاندیزونو سره اتفاق وښودی.

د سیاسي چارو کارو پوهان وايي چې د کراچۍ په ښار کې د انتخاباتو لپاره داسې حلقې جوړې شوې دي چې له متحده قومي موومنټ سره د چوکیو په ګټلو کې مرسته کوي.

پښتانه ملت پال وايي ، په کراچۍ کې هغه سیمې چې پښتانه په کې مېشت دي ، په داسې ډول وېشل شوې دي چې پښتانه په کې خپل کسان اسمبلۍ ته نشي کامیابه کولای.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمېټۍ د غړي عثمان خان کاکړ په وینا ، له هم دې کبله په کراچۍ کې پښتانه له مشکلاتو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG