د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو پټنځایونه د افغانستان سولې ته ګواښ دي


لیون پانېټا د یوې خبرې غونډې پر مهال
لیون پانېټا د یوې خبرې غونډې پر مهال
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهګرو پټنځايونه په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوی ګواښ دي.

لیون پانیټا دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یو خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي ً دوی پاکستانيانو ته روښانه کړې چې د پولې هغې خوا ته د دوی پر خاوره د ترهګرۍ ختمول په خپله د پاکستانیانو مسوولیت دیً

لیون پانیټا زیاته کړېده ً ډېر کله دوی په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړي، خو ریښتیا کړي یې نه دي. زموږ چلند له دې سره دا دی چې پر پاکستان فشار ته دوام ورکړو چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړيً .

لیون پانيټا خبرې غونډې ته وویل چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني او د پاکستان نورو مشرانو له دې مسلې سره د چلن په اړه چمتووالی ښودلی دی.

د امریکا د دفاع د وزیر په وینا ً نړیوالې ټولنې، افغانستان او امریکا ته دا ډېره مهمه ده چې پر پاکستان فشار ته دوام ورکړي ، تر څو په دې اړه ډاډ تر لاسه کړي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو د له منځه وړلو لپاره ټول مهم ګامونه پورته کړي دي.

امریکايي چارواکي د پاکستان قبایلي سیمې د افغانستان ، امریکا او آن تر دې چې د نړۍ د امنیت لپاره خطر ګڼي.

امریکايي چارواکي له ډېرې مودې راهسې تور لګوي چې له افغانستان سره پر پوله پرتو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو پټنځایونه دي او هغوی له دې ځایه په افغانستان کې د نړیوالو او افغان ځواکونو پر ضد عملیات کوي.

خو پاکستاني چارواکي له دې انکار کوي چې ګواکې د دوی پر خاوره د داسې ترهګرو پټنځایونه شتون لري کوم چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

بل پلو د پاکستان په هم دې قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعده ، حقاني شبکې او وسله والو طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم وخت نا وخته وژل شوي دي.

پاکستان د ترهګرۍ پرضد د نړیوالې مبارزې ملګری دی خو د ترهګرو د په نښه کولو لپاره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د خپل ځان پر خپلواکي تېری بولي.

پاکستاني چارواکي د امریکا د دې غوښتنې منلو ته هم له کلونو راهسې زړه نا زړه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پر ضد پوځي عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG