د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایلي ولس تر ځنګلي قانون لاندې یرغمل دی"




مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- د بښني نړۍ وال سازمان امنېستي انټرنیشنل د پاکستان په قبايلي سيمو کې د بې رحمه لاسونو تر سر لیک لاندې يو تفصيلي راپور خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان په قباييلي سيمو کې په لکونو خلک په دوامداره توګه تر غير قانوني يرغمل لاندې ساتل کېږي. چېرته چې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوځ له لاسه د بشري حقونو داسې سرغړونې روانې دي چې د انصاف له منګلو ډيرې لري دي.

په راپور کې راغلي، چې په زرګونه سړیان او هلکان د پاکستان امنيتي ځواکونه نيولي دي او په خفيه جيلونو کې پرې تشدد کېږي، او چې يو ځل يې دوی ونيسي نو بيا چا ونه ليدل چې دغه خلک څه شول.

د خيبر قباييلي سيمې یو اوسېدونکی عرفان اپريدی د استخباراتي ادارو لخوا د خپل ورور او د هغه د دوو ملګرو د نیولو کیسه مشال ته بیانوي.

(( د ده ورور چې په صوابۍ کې ټيکېدار دی، د تيرې مياشتي په دويمه نيټه له خپل یوه خبر يال ملګري موسی خان او له بل دوست ګوهر سره یو ځای د خيبر پر کارخانو پاټک پوليسو او د استخباراتي ادارو کارکونکو ودرول، شناختي کارډونه يې تري وغوښتل او څه وخت پس يې راته په موباییل ټيليفون ليکلي پيغام راواستولو چې دوی ګرفتاره شول، او له هغې ورځې راهیسې یې هيڅ درک نه لګېږي))

د دغه سازمان د اسيایي هيوادونو لپاره ډايريکټرې پالي ټرسکاټ مشال ريډيو ته وويل، چې د يوې لسيزې د تشدد، جګړو او شخړو نه پس اوس هم په قبايلي ولس بريدونه کېږي، تېښتول کېږي او ځورول کېږي.

ميرمن ټرسکاټ زياتوی.

((زموږ څیړنه د افغانستان پولي سره نزدې په قباييلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د بشري حقونو پر حالاتو راټوله وه. د طالبانو لخوا د ناتاره بريدونو لړۍ روانه ده، دوی عام ولس په نښه کوي، او هغه کسان وژني چې دوی یې خپل دښمنان ګڼي. خو پکار دا وه چې پاکستاني چارواکي په قبايلي سيمو کې د ميشتو خلکو د بشري حقونو خوندي کولو ته پام واوړوي، حقيقت دا دی چې دوی بالکل د دې اپوټه کار کوي، موږ ته يو کليوال وويل چې کله هم پوځ پر مخ ځي نو موږ په دې هيله يو چې حالات به ښه شي، خو هر څو ک له پوځه هم هغسې ويريږي، له خلکو سره طالبان هم زياتی کوي او پوځ هم))

راپور زياتوي چې قباييلي سيمې نه د پاکستان د ستر و عدالتونو دایره اختيار کې دي او نه د پاکستان د پارليمان ، خو بيا هم عدالتونه د د غو خلکو د نيولو په اړه مقدمې اوري چې له وجي یې د دغو نيونو قانوني حیثیت له ننګونو سره مخامخ کړی دی. او نه هم تر دا مهاله پر خلکو د تشدد ، په زوره غايبول او د حراست پر وخت د وژنو په تور کې د امنيیتي ځواکونو یو کس ته سزا ورکړل شوې.

په دې اړه چې کله مشال راډيو د پاکستاني پوځ له مطبوعاتي اداري د هغوی دريځ وپوښتلو نو هغوی تش دا ویل چې لا یې هم راپورونه نه دې پوره لوستي، نو خپل دريځ نه شي څرګندولای.


XS
SM
MD
LG