د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ کې ۷ قامي او ۱۴ صوبایي انتخابي حلقې غواړو"


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مرکزي مشر عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مرکزي مشر عثمان کاکړ



ظفرکریمي مشال راډیو

کراچۍ :د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چهارشنبې په ورځ په خپل صوبایي سیکرټریټ کې د یو شمیر ګوندونو ګډه غونډه رابللې او په کراچۍ ښار کې یې د پښتنو لپاره یې د ۷ قامي او ۱۴ صوبایي ټاکنیزو حلقو د جوړولو وړاندیز کړی دی ـ

دیاد ګوند د اطلاعاتو د څانګې د چارواکو ترمخه په دغه غونډه کې د پیپلزګوند،تحریک انصاف،پښتون نیشنل الاینس،جماعت اسلامي او د جمعیت علما اسلام د کراچۍ ډویژن چارواکو ګډون کړې و ـ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل، چې د دوی د ګوند چارواکو د سه شنبې په ورځ د سند صوبې د الیکشن کمیشن له چارواکو سره په دې اړه لیدل کړي او په کراچۍ ښار کې د میشت پښتنو لپاره یې د صوبایي اسمبلۍ د ۱۴ او د قامي اسمبلۍ د ۷ ټاکنیزو حلقو د جوړولو وړاندیز کړی دی ـ د هغه په خبره په دغه غونډه کې ګډون کونکو ټولو ګوندونو د نوې حلقه بندیو په اړه د یاد ګوند تجویز سره اتقاق ښودلی دی

((موږ د کراچۍ د ټولو پارټیانو پښتانه چارواکي دې غونډې ته راغوښتې و ـ موږ چې د سند صوبې الیکشن کمیشن ته د کراچۍ د نوو حلقه بندیو په اړه دکراچۍ میشته پښتنو لپاره کومه نقشه وړاندې کړې وه ، د هغې په اړه مو ددې پارټیو څخه تجویزونه غوښتل ـ موږ د کراچۍ د پښتنو په سېمو کې ۷ د قامي اسمبلۍ او ۱۴ د صوبایي اسمبلۍ د انتخاباتي حلقو د جوړولو وړاندیز کړی دی ـ ننۍ غونډه کې دې ټولو ګوندونو په یوه خوله زموږ لخوا د تجویز شویو حلقه بندیو سره اتقاق وکړو))

د عثمان خان کاکړ په خبره په غونډه کې شریک ټول ګوندونه په دې هم سره سلا شول چې په خلکو کې د ټاکنیزو حلقو او وټونو دکارولو د اهمیت په باب به د عامه پوهاوي پروګرامونه شورو کوي ، چې خلک په ووټونو کې برخه واخلي او خپلې خوښې امیدوار ته رایې ورکړي ـ

غونډه کې شریک د جمعیت علما اسلام ډلې سېمه ایز مشر او پخواني ایم پي ای حافظ محمد نعیم وویل چې په کراچۍ ښار کې په کال ۲۰۰۲ کې داسې ټاکنیزې حلقه بندۍ جوړې شوي دي چې پکې د یو خاص ګوند د خوشالولو په موخه پکې د پښتنو او ځینو نورو قامونو اکثریتي علاقې په وړو وړوبرخو کې په نورو حلقو سره ګډې کړی شوي دي ـ

نوموړي د پښتونخوا ملي عوامی پارټۍ له خوا د نوو حلقه بندیو لپاره وړاندې شوي وړاندیزونه او نقشه کره او سهي وبلله او له هغې سره یې اتفاق وښودولو

یاده دې وي چې سترې محکمې د روانې میاشتې په ۵ نیټه د سند صوبې د ټاکنو کمیشن ته حکم کړی، چې په کراچۍ ښار کې دې د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه نوې ټاکنیزې حلقه بندۍ جوړې کړي ـ ددې ترڅنګ سترې محکمې یاد کمیشن ته دا هم ویلي چې د ووټونو د راجسټر کولو دتصدیق په برخه کې دې د فوج او ایف سي له سرتیرو څخه هم کار واخلي او دغه کار پاک او شفاف ترسره کړي ـ

بلې خوا ته د ټاکنو کمیشن اعلان کړی دی چې دسند صوبې الیکشن کمیشن به د راتلونکې میاشتې په لمړۍ هفته کې به د کراچۍ په ښار کې د ووټونو د رجسترکولو د تصدیق په برخه کې په کار لاس پورې کړي.

XS
SM
MD
LG