د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت کمشنري نظام بحال کړ



خالد خان مشال راډیو :

د خیبر پښتونخوا کابینې په صوبه کې د کمشنرۍ نظام بیا پر ځای کولو منظوري ورکړې ده. د نوې بحالۍ له مخې د ښارول( بلدیاتي )چلولوقانون ۲۰۰۱م کې ضروري بدلونونه شوي دي.

د کابینې غونډه د چارشنبې په ورځ د وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي په مشري کې وشوه.

د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین خبریالانو ته وویل چې، د نظام د بحالیدلو لپاره لیکلې مسوده (سمري ) وزیر اعلی ته لېږل شوې ده او د هغه تر لاسلیکېدلو وروسته به د صوبې نورو ۲۵ ضلعو کې د ډپټي کمشنران له خپلو اختیاراتو سره بیرته پر ځای کړل شي.

د کابینې په غونډه کې د مدرسو د نوملیکنې (رجسټریشن) او اصلاحاتو په باب هیڅ ډول فیصله ونه کړل شوه .او دغه فیصله تر یو خاص وخت پورې وځنډول شوه.

افتخار حسین زیاته کړه: له مرکزه چې کله دغه بشپړ معلومات راته وسپارل شي نو موږ به ورباندې اقدام کوو. مدرسو ته سرټیفېکتونه ورکول دي، نوملیکنه (راجسټریشن )ده.



له دې علاوه د پښتونخوا کابینې دا پرېکړه هم وکړه چې پر باراني او سیلاني نالو باندې د کورونو یا آبادي جوړولو مخه به نیول کېږي.

((دا څه ده چې زمونږه اکثر د سیلابونه چې راځي ، دلته چې دي طوغیاني راځي زمونږه مومڼد انکروچمند چې کیږي په ابو کې او په نهرونه کې او د هغي د پاسه څوک د خپلي خوښي کورونه جوړوي څوک چې کوم دي هغوي پخوا کې بلډینګونه جوړوي څوک چې کوم دي د نیړ په مینځ کې چې کوم دي هغي ځان ته مطلب دي ابادي کوي خو څوک د ابو مخه نسي او هغی ته چې کوم دي رکاوتونه جوړوي نو دا فیصله وشوه نو د نن نه پس له د ابو کاټه کې څوک چې کوم دي د مطلب تامیرکوي ابادي جوړوي اوهغه چې کوم ايلیګیشن دیپارتمنت نوسحي اخلي))

XS
SM
MD
LG