د لاسرسي ځای

ولسمشرانو کرزي او زرداري د سولې پر هڅو ټینګار وکړ






اجمل شیبر مشال راډيو

پراګ:- د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو د ترکې په مرکز انقره کې تر خبرو وروسته پرون په چارشنبه وویل، د دې سربیره چې د افغانستان ملي امنیت عمومي رییس په یوې بمي چاودنې کې په کابل کې ټپي شو، د سولې هڅې به پرمخ وړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د انقرې د غونډې په پای کې د ترکیې، افغانستان او پاکستان په ګډه اعلامیه کې ویل شوي:«د افغانستان او پاکستان د اړوندو ادارو په ګډون به یوه ګډه کاري ډله د افغانستان د ملي امنیت پر رييس د وروستۍ حملې په باب څېړنه وکړي.»

افغان ولسشمر حامد کرزي وویل:

« دا لیدنه د دې سربیره وشوه چې د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسداله خالد مرګونې حمله شوې وه. موږ پر هغو بیلابیلو لارو وغږیدو، چې څرنګه کړې ژمني عملي کولی شو، په دې هیله چې اوس به موږ داسې عملي ګامونه اوچتو چې ډير ډاډ او باور ورسره پیدا شي»
ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ د اسداله خالد له ټپي کیدو وروسته ویلي ول، چې پر خالد ترسره شوی برید د بلوچستان په مرکز کوټه کې پلان شوې وه خو نوموړي مخامخ اسلام اباد ته ګوته ونه نیوله چې دا کار یې کړی دی.

په انقره کې په درې اړخیزه غونډه کې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل پر اسدالله خالد د شوي برید په اړه وویل چې دا د کابل او اسلام اباد تر منځ د خبرو اترو د مخنیوي یوه هڅه وه.

د همدې مسالې په اړه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري څرګنده کړه چې دا ډول پیښې د کابل او اسلام اباد تر منځ د همکاریو د مخنوي لپاره رامنځته کیږي:
«
د افغانستان د ملي امنیت پر رییس دا برید همهغه حقیقت ته یوه اشاره ده، چې دغه خلک موږ نه غواړي، زموږ حکومتونه نه پریږدي چې سره نژدې شي او وتوانیږي چې خپلو ملتونو ته سوله راوړي»

زرداري زیاته کړه چې دا د پاکستان په ګټه ده چې افغانستان پرمخ ولاړ شي او دا د پاکستان په خیر دی چې هم یې په خپل هیواد کې امنیت ټینګ شي او هم په ګاونډي افغانستان کې.

د انقرې تر غونډې مخکې افغان چارواکو په کابل کې ویلي ول چې حامد کرزی به اصف علي زرداري ته د افغانستان د ملي امنیت پر عمومي رییس د شوي برید شواهد وړاندې کړي، خو پرون د غونډې په پای کې د ترکیې ولسمشر څرګنده کړه، چې دواړو لوریو افغانستان او پاکستان پر یوه بل یو ځل بیا اعتبار کړی او موږ ټول دا هوډ لرو چې په ګډه کار وکړو.

XS
SM
MD
LG