د لاسرسي ځای




په ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې لیکوال امېد الله خاوري لیکي، په افغانستان کې د لیک لوست کچ ډېر ټیټ دی او تعلیم یوازینۍ لار ده چې د دې هیواد غریبي کمه کړي او په کې ټولنیز بدلون راولي.

دی لیکي، د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت له وینا سره سم، له ۲۰۰۲ز کاله تر ۲۰۰۸مه په دې هیواد کې ښوونځیو کې د راجسټرېدونکو ماشومانو شمېر له ۲۳ لاکو ۶۲ لاکو ته ور زیات شوی دی. خو پر دې پرمختګ سربېره، ځینې ننګونې هم شته. لکه د افغانستان له نیمايي زیات ماشومان اوس هم ښوونځیو ته نه ځي چې په کې اکثریت د نجونو دی.

په لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې د ښارونو شا و خوا ۸۵ فیصده او د کلیو شا و خوا ۹۲ فیصده ښځې لیک لوست نه شي کولای. په ټولیزه توګه یوازې شپږ فیصده ښځو رسمي تعلیم تر لاسه کړی دی او یوازې ۱۲ فیصده لیک لوست کولای شي.

د افغانستان له ۸۰ فیصده زیاتو کلیوالو ولسوالیو کې په دویمه درجه یا ثانوي ښوونځیو کې هیڅ نجونه نه شته. په دې هیواد کې نجونه د زده کړو په هر قدم په رواني یا نفسیاتي توګه وېرول کېږي.

امېد الله خاوري لیکي، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو ته تګ یوازې د کتاب او پینسل اخیستو مانا نه لري، بلکې دا کار ډېرې زړورتیا ته اړتیا لري، ان دا چې د ژوند خطر لري.

په افغانستان کې د نجونو ښوونځي ته د نه تګ یوه لویه وجه د دې هیواد غریبي یا فقر دی. شا و خوا نهه میلیونه افغانان د خپل ژوند بنیادي اړتیاوې نه شي پوره کولای.

دا به ډېره ایډیالیسټیکه یا مثالي وي چې دا تمه دې وشي چې ماشومان په وږي نس، پښې یبله ښوونځي ته لاړ شي.

یو بل لامل چې د کورنیو د دې پرېکړې تعین کوي چې ایا نجونې ښوونځي ته واستوي یا نه؟ د تعلیم کیفیت دی. د ښاري ماډل نصاب په کلیوالو ټولنو کې د ماشومانو له پاره نا مناسبه ګڼل کېږي او دا اکثر کورنۍ زړه نا زړه کوي چې خپل بچي په سکول کې داخل کړي.

همدا راز، د ښوونځیو له کوره ډېر لرې والی هم کورنۍ مجبوروي چې خپلې لوڼه سکولونو ته وا نه ستوي ځکه چې دا نجونه اکثر په لارو ځورول کېږي.

لیکوال زیاتوي، او وروستی لامل دا دی چې ټولنیز عادتونه او دودونه هم د نجونو د تعلیم په اړه د کورنیو فکر بدلوي. په ۲۰۱۱ز کال کې شوې یوه څېړنه ښيي چې که یوه نجلۍ ښوونځي ته واستول شي نو د کورنۍ له پاره د شرم خبره ده او خلک پسې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG