د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پر غرونو واورو سپین څادر غوړولی


د کوټې پر غرونو واورې شوې
د کوټې پر غرونو واورې شوې



د پاکستان د موسمیاتو څانګې د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د پاکستان په اکثره سیمو کې به د جمعې او خالي تر ورځې پورې بارانونه او ساړه بادونه لا هم دوام ولري. چې د دوی په خبره له وزیرستانه تر باجوړه، بلوچستان، ګلګت او کشمیر شامله دي؛. د پېښور په شمول په اسلام اباد، کراچۍ او کوټه کې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ بارانونه اورېدلي دي او ښايي دوه ورځې نور واوري.

له کراچۍ د مشال خبریال ظفرکریمي وايي؛ د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په کراچۍ لږ خو ښه زیات باران شوی؛. په کوټه کې هم باران شوی، چې اوس یې هم اسمان برګ برګ دی. د کوټې شاوخوا ټولو غرونو سپين څادر اغوستی.

په زیارت کې هم واوره شوې، چې د یوه ځايي اوسېدونکي نسیم کاکړ په خبره زیارت ته د سیلانیانو راتګ زیات شوی.


؛ زیارت سیمې ته هرکال سیلانیان په زیات شمیر کې راځي. او بیا خاص په دې موسم کې چې کله واوره وشي، نو ددوی راتګ بیخي زیات شي. تیره شپه که څه هم ډېره واوره وشوه، خو بیرته ویلې شوه. اوس هم موسم داسې دی، چې ښايي نوره واوري هم واوري؛.

له اسلام اباده د مشال خبریال احمدالله وايي؛ له تیري ورځې راهیسي په ځنډ ځنډ باران ورېېږي، او ساړه هم زیات شوي دي. د موسمیاتو څانګه وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به هم باران وي او په سړو سیمو کې به واورې اوري، چې له دې سره به یخني نوره زیاته شي.؛.

خدای نور ناصر مشال راډيو کوټه




XS
SM
MD
LG