د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پولې دواړه غاړې خبریالان ننګونې لري"



په پيښور کې د افغانستان او پاکستان د خبريالانو درې ورځنی کنفرانس پرون چهارشنبه پای ته ورسید.

په دغه کنفرانس کې د پولې له دواړو غاړو ګڼو خبريالانو ګډون وکړ چې د ويناګانو او ګروپي کارونو په ترڅ کې يې له يو بل سره خپلې تجربې شريکې کړې.

د کنفرانس د بحث اصلي موضوع په اوسنيو ترينګلو شرايطو کې د خبريالانو ونډه او اغيزه وه. اکثرو ويناوالو د رسنيو اهميت ته په کتوسره ټينګار وکړ چې رسنۍ د حالاتو په بدلون کې مهم رول لوبولای شي نو ځکه بايد خبريالان خپل کار په پام سره وکړي.

ددې ترڅنګ یوشمیر خبريالانو د پولې دواړو غاړو ته د ژورنالیستانو په مخکې په پرتو خنډونو خبرې وکړې . له کابله راغلي خبريال هميم جلالزي د کنفرانس په وروستۍ ورځ پخپله وينا کې هغه ننګونې يادې کړي چې د پولې د دواړو غاړو خبريالان ورسره مخامخ دي:

(خبریالانو ته له بیلابیلو اړخونو ګواښونه راڅېرمه دي، په دواړو هیوادونو کې هغه کسان، چې ځان د دولت وسله وال مخالفین بولي، دویم نامعلوم وسله وال دي، چې خبريالان وژني یا ځوروي يې خو هیڅ درک يې نه معلومیږي چې څوک دي. درېیم پخپله دولتي ادارې دي، چې کوم راپور ددوی نه وي خوښ یا کوم معلومات چې نه غواړي خپاره شي نو دوی بیا د خبريال پر وړاندې ګام اخلي. بله مسله په افغانستان کې د ځینې ادارو خپلمنځي جوړجاړی دی، دوی یو له بل سره غیر رسمي جوړجاړی لري چې که زما کوم خبريال درته تاسو به کار نه ورکوئ، چې دا پخپله یو لوی مشکل دی.)

د کنفرانس په وروستۍ ورځ يو اعلاميه هم صادره شوه چې ټولې اوه مادې لري. د اعلاميې مهم ټکي دا دي چې رسنۍ بايد د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اړيکو د ښه کیدو لپاره د منفي تبليغاتو پر ځای کره حقايق خپاره کړي .

دغه راز دې هغه پروګرامونه نه خپروي چې په ولسونو کې نهيلي خپروي او ددې ترڅنګ له حکومتونو هم غوښتنه وشوه چې پر خبريالانو باندې خپلې سليقې تحميل نه کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې دواړه حکومتونه بايد خپلو هیوادونو ته د خبريالانو د ورتګ شرايط اسانه کړي.
په تیره څه باندې يوه لسيزه کې د پولې دواړو غاړو ته لسګونه خبريالان وژل شوي دي. د کنفرانس په اعلاميه کې له دواړو حکومتونو غوښتنه شوې چې د وژل شويو خبريالانو دوسيې دې وڅیړل شي.

د کنفرانس سمبالوونکي شوکت خټک په خپله وروستۍ وينا کې ددغه کنفرانس د مقصد په اړه وويل ....

(د ګډې ټولنې اساسي اهداف به دا وي، چې په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، کلتوري او نورې اړيکې د ښه والي پر لور بوځي. د اتحاديې د جوړښت په باب پریکړه وشوه چې د افغان او پاکستاني خبريالانو یوه څلور کسیزه ډله به جوړیږي او دغه ډله بیا په خپلو هیوادونو کې د ټولنې د جوړښت کړنلارې او تګلارې په باب له ژورنالیستانو، د مدني ټولنې له غړیو او نورو پوهانو سره په مشوره وروستي ګامونه پورته کوي)

خبريالانو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به نور دې ورته کنفرانسونه هم جوړ کړي چې له دې لارې د سولې او ټيکاو له راتګ سره مرسته وکړي او دغه راز خبريالان خپلې تجربې سره شريکې کړي.

مجيب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG