د لاسرسي ځای

تازه خبر

"سږ کال ډېر زیات خبریالان زندانیان شوي"







د خبريالانو ژغورنې نړيوال سازمان وايې، د تيرو کلونو په پرتله سږ کال په نړۍ کې تر بل هروخت زيات خبريالان په زندانو کې بندیان دي.

ترکې، چين او ايران له هغو څو هيوادونو دي چې په کې د زنداني خبريالانو شمير زيات دی.

د خبريالانو ژغورنې نړيوال سازمان په زندان کې د بندي خبريالانو په اړه يو خصوصي رپورټ جاري کړی دی.

د سازمان په وينا سږ کال ۲۳۲ خبريالان په جيلونو کې دي چې دا د تيرکال کال په مقابله کې ۵۳ فیصده زيات دي.

سي پي جې د سروي وروسته داسي ۱۰ هيوادونه په ګوته کړي دي چې په کې د زنداني خبريالانو شمير زيات دی.

په دې کې ترکې، ايران، چين، ويتنام، آ‌ذربائيجان، اېتوپیيا، سعودي عرب، ازبکستان اریټريا او شام شامل دي.

په دوی کې بيا ډير خيريالان په ترکې کې په جيلونو کې اچول شوي دي چې شمير يې ۴۹ جوړيږي، په ايران ۴۵ او په چين کې ۳۲ خبريالان په زندان کې دي.

د سازمان د رپورټ له مخي په ترکې کې نيول شوي زياتره کرد خبريالان په جيلونو کې دي چې ورباندي د حکومت ضد او ترهګری مقدمي جوړي شوي دي.

داشان په ۲۰۰۹م کال په ايران کې د ولسمشری انتخاباتو وروسته د چلول شوي تحريک پر وخت زيات شمير خيريالان نيول شوي وو .

چين بيا زياتره هغه ليکوالان په زندان کې اچولي دي چې مخالف سياسی نظر لري يا بيا د اقليتي نسلي ډلو په اړه رپورټونه ورکوي.

د خبريالانو دژغورلو د سازمان سي پي جې رپورټ وايې، د نړی په بيلا بيلو هيوادونو کې قيد خبريالانو کې پر زياترو د ترهګری او د رياست ضد کړنو مقدمې جوړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG