د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوازې سږکال د پاکستان ۱۳ الوتکې رالوېدلې دي




امريکا خبري اژانس ايسوسي ايټډ پريس وايې، په تير شاوخوا يوه نيم کال کې د پاکستان د هوايې ځواکونو۱۳ الوتکې را غورځېدلې دي.

د اژانس په خبره په دومري لوی شمير کې د الوتکو راغورځيدنو د دې الوتکو د عمرونو په اړه په داسي حال کې انديښنې رامينځ ته کړي چې چارواکي د پيسو له نشتوالي سره مخامخ دي.

اژانس وايې، د دوی د ريکارډ مطابق د تيرکال د می له مياشتي راهيسې د پاکستان فضائيه ديارلس الوتکي راغورزيدلي دي چې پکي نيمايې ميراج جنګي الوتکې دي.

د اژانس په وينا ددې هيواد په څلورو سوه جنګي الوتکو کې پنځويشت فيصده ميراج الوتکي دي. په دې کې ځيني آن پنڅوست کاله زړي دي. په راغورزيدلو الوتکو کې ايف سيون جنګي طياري هم شاملي دي چې له چينه اخستل شوي وې.

د پاکستان فضائيه پخواني پائلټ سجاد حيدر اژانس ته ويلي، د الوتکو را غورځېدنو نه يوازي د طيارو د عمرونو بلکې د دوی د چلولو د قابله ساتلو د کارونو په اړه هم پوښني راپورته کړي دي.

د پاکستان د فضائيه پخواني مشر تنوير محمود ايسوسي ايټډ پریس ته ويلي، دوی په ډيره کمه بيه دا الوتکي اخستي، جوړي کړي او د الوځولو قابله کړي وې دا ځکه چې دوی د پيسو له کمښت سره مخامخ وو.

اژانس زياتوي، له کله چې د پاکستان او امريکې تعلقات خراب شوي پاکستان د خپلي فضائيه د جديدي کولو لپاره اوس چين په لور مخ اړولی دی.

پاکستان ايف سيون الوتکي له چينه اخستې دي او په دې وروستيو کلونو کي يې د ايف سي ټونټي په نوم د پرمختللو الوتکو د رانيولو سودا کړې ده.

د پاکستان فضائيه پخواني مشر تنوير محمود په وينا، دده په وخت کې دوی د جي ايف سيونټين د اخیستو کار ځکه پیل کړی وو چې په دې پوه وو چې نور دوی له زړو ميراج طيارو او نورو چيني الوتکو څخه تر ډيره وخته کار نشي اخستلی

XS
SM
MD
LG