د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله فنډ، تر ۲۰۱۵ کال پورې هره نجلۍ ښوونځي کې


خوشحال سکول چې ملاله یوسفزۍ په کې زدکړې کوي
خوشحال سکول چې ملاله یوسفزۍ په کې زدکړې کوي



رابعه اکرم مشال راډيو

تيره ورځ پاکستان او يونيسکو د نړيوال ټولنې په مرسته تعليم ته ودې لپاره ملاله فنډ قائم کړو. د ملاله فنډ مقصد د ملګري ملتونو د دي صدې ايجنډې ترلاندې ي ٢٠١٥ پوري هره جينې سکول ته لېږلو لپاره اربونه ډالر ټولول دي.

د پاکستان له اړخه صدر اصف علي زرداري ملاله فنډ لپاره د يو کروړو ډالرو اعلان وکړو.
د تعليم څانګي سره تړلې تجزيه کاران د ملاله فنډ هر کلې کړې دې او وايې چې د دي فنډ نه به د جينکو تعليم ته وده ترلاسه شي.

هم پدي سلسله کې د پيښور پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر قبله اياز وايې چې که په کلې وال کچ د دي فنډ ترلاندي تعليم لپاره هڅي وکړې شي نو د جينکو تعليم به عام شي.

،، هيله لرو خو وس زموږ مشکلات داسي دي چې زموږ په تعليمي ميدان کې او خاص کر د جينکو لپاره هلې ځلې د معيشيت د مسلو سره مخ شوي دي نو که چرته عالمي فنډ موږ ته راشي نو ښکاره خبره ده چې يو څو سکولونه به جوړ شي او د دې فایده به ارو مرو د جينکو تعليم اړخ ته ځي ،،

د دې تر څنګ د کوهاټ پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ناصر جمال وايي، چې که د تعليم په باب مسلسل کوښښونه وکړل شي نو مطلوبه مقصد ترې حاصليدای شي.

،، موږ په نړيواله توګه او په خپل وطن کې هم هر يو کار ډير په درانوي سره شروع کوو او بيا مو ورته ساه هم زر ورلنډه شي ، چې نن مو کوم کار شروع کړې دې نو سبا مخي سره د هغي ميوه پکار ده . تعليم يو داسي شعبه ده چې هغه کې نن يا سبا ميوه نه ملاويږي که موږ خپل کوښښونه کوو نو بيا چې کوم فنډونه قایميږي نو هغه به بې ځايه نه ځي ،،

د پيښور پوهنتون د تعليم او تحقيق ادارې پروفيسر ډاکټر ارباب افريدي هيله څرګنده کړه چې دي فنډ له وجې به د جينکو تعليمي شرح کې اضافه وشي.

،، چې کوم فنډونه ورکړې کيږي او کوم زموږ چې د جينکو د تعليم شرح ده نو پکار ده چې کم نه کم پنځوس فيصده پوري دا تعليمي شرح خو ورسي. خو پدي کې به لګ وخت لګي. او دي نړيوال کوښښونه هرکلې پکار دې . د هلک په مقابله کې د جينې تعليم ډير ضروري دې ، دا د يو خاندان تعليم دي، د ملالې له وجې په دنيا کې د رڼا ډيوه بله شوه ،،

د ملاله فنډ په مفاهمتي ياد داشت د پاکستان له اړخه دتعليم او تربيت وفاقي وزير شيخ وقاص اکرم او د يونيسکو ډاريکټر جنرال دستخط وکړل.

XS
SM
MD
LG