د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې یو تن وژلی دوه ژوبل


امنیتي عسکر د بمي چاودنې ځای ګوري
امنیتي عسکر د بمي چاودنې ځای ګوري



د بلوچستان مرکز کوټې په جنوبي سیمه سرياب کې یوې چادونې یو تن وژلی، او دوه نور ژوبل دي. د سرياب پولیس تاڼې ټانېدار له مشر مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې، بیګا ماښام په چكي شاهواني سيمه كې وشوه.

د دې پیښې زمه واري بلوچ بيلتون غوښتونكې وسله والې ډلې يونايټډ بلوچ ارمي پر غاړه اخيستې، او ويلي یې دي، د دوی هدف د پاکستان مليشه ځواكونه وو. خو پوليس وایي، چې مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

بلخوا پوليس وایي، نامعلومه وسله والو د ښار له سرياب سيمې ډاكټر عبدالعزيز بلوڅ تښتولى دی. د ډاکټر تېښتولو دا اوسنی پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په ټوله صوبه كې ډاكټران له تيرو څه باندې پنځوسو ورځو راهيسې پر هړتال دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی د تښتونې ودروي او حفاظت دې ورکړي.

XS
SM
MD
LG