د لاسرسي ځای

تازه خبر

راتلونکې انتخابات او امنیتې ستونزې




انیسه اجمل مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د جلسې ځای سره نزدې چاودنه شوې چې په کې یو تن ژوبل دی. چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان منلې.

له دې وړاندې هم د عوامي نیشنل پارټۍ او د نوروګوندونو په غړو د وسله والو لخوا بریدونه شوي چې پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د راتلونکې انتخاباتو لپاره د مختلفو ګوندونو لخوا جلسې جلوسونه روان دي، دا چې سیاسي ګوندونو د دې غونډو لپاره څه امنیتي تیاري نیولی.

د صوبي د اطلاعاتو وزیر او د عوامي نیشنل ګوند غړی میا افتخار حسین وايي ، په موجوده حالاتو کې په صوبه کې د وسله والو لخوا تر ټولو زیات عوامي نیشنل ګوند ته خطره ده خو بیا هم هغوی د خپل کمپاین په محفوظه طریقه د چلولو لپاره تیاری کړی دی.

د پاکستان پیپلز پارټۍ غړې نګهت اورکزۍ وايي ، پیپلز ګوند د راتلونکې انتخاباتو لپاره د سیکیورټي پورا انتظامات کړي چې د قام هر یو وګړی د خپلې رايې حق په سمه توګه استعمال کړي. زه خو د هر هغه چا چې په سیاسي مشرانو بریدونه کوي ،غندنه کوم، ځکه چې دغه سیاسي مشران د جمهوریت لپاره بهر راوځي او جلسې کوي، نو پر دې بریدونه یو ډیر غلط کار دی.

د مسلم لیګ ن یو مشر امیر مقام وايي، د پاکستان او په خاصه توګه د خیبر پښتونخوا د سیکیورټی په لړ کې موجوده حالات ډیر خراب دي خو د بدلون او د جمهوریت راوستو لپاره جلسې کول هم ضروري دي.

په دې روستو کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر په مولانا فضل الرحمن او د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان په صوابې کې بریدونه وشو او دغه ډول تیره میاشت په مومندو ایجنسۍ کې د جماعت اسلامې په پخواني مشر قاضي حسین احمد هم ځانمرګی برید وشو.

دا چې په موجوده حالاتو کې د خیبر پښتونخوا حکومت د سیاسي جلسو او غونډو لپاره نورو ګوندونو ته سیکیورتې ورکړې او کنه؟ په اړه يی د صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وايي .

په موجوده وخت کې خو دوی هر ګوند ته سیکورټی ورکوي خو د انتخاباتو پر وخت چې کله نګران حکومت راشي نو بیا به هغه خپله تګلاره او پلان جوړوي چې څنګه امینتي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG