د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ملالې سره د یونیسکو د پیوستون غونډه




د ملګرو ملتونو د تعلیم او کلتور لپاره کارکوونکې څانګې ، یونیسکو او پاکستان په ګډه نن د فرانس په پلازمېنه پېرس کې د نجونو تعلیمي پرمختګ لپاره یوه غونډه جوړه کړېده.

د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو د ورځې په ویاړ جوړه شوې دا غونډه له ملالې یوسفزۍ سره همږغي او په نړۍ کې په میلیونونو هغو نجونو ته ډالۍ ده چې له تعلیمه بې برخې دي.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو د تعلیم نړیوال استازي او برتانیا پخواني وزیراعظم ګورډن بروان په خپله وینا کې وویل، پاکستان چې پر ملاله یوسفزۍ له بریده وروسته د نجونو تعلیمي پرمختګ لپاره څه کړي دي ، هغه د ستاینې وړ دي.

ګورډن براون زیاته کړه:

( زه باور لرم چې موږ ته د هغې غوښتنې ملاتړ کول په کار دي چې اوس په پاکستان کې شتون لري ، چیري چې له سکوله دباندې ماشومان په خپله د تعلیم د حق غوښتنه کوي. زه باور لرم، موږ باید له خلکو د دغه غوښتنې په باب لاسلیکونه واخلو چې په ټوله نړۍ کې کېږي. او حکومتونه هم باید د تعلیم غوښتنې ته سنجیده پام وکړي. داسې صورتحال هیڅ د منلو وړ نه دی چې یو شپېته میلیونه ماشومان دې له سکولونو دباندې وي، دا باید بدل شي).

د دې غونډې سرلیک دی چې له ملالې یوسفزۍ سره ودرېږی او د نجونو د تعلیم لپاره د هغوی د حق ملاتړ وکړی. پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري هم په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG