د لاسرسي ځای

"حالات خراب دي خو د بشري حقونو عامه پوهای زیاتېږي"


رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد: نن د پاکستان په شمول په درسته نړۍ کې د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د بشري حقونو کمیشن یوه چارواکې زهره يوسف مشال راډيو ته وويل چې سږ کال د دې ورځې موضوع په درسته نړۍ کې پر ښځو د تشدد خلاف غږ پورته کول دی. د دې په وينا چې په پاکستان کې نه صرف د ښځو حقونو خلاف ورزي روانه ده بلکې اقليتونو د حقونو خيال هم نه ساتل کيږي.

،، تر ټولو لوی چېلنج مذهبي انتها پسندي ده ، چې له وجې يې په پاکستان کې تره ګري ده، عسکريت پسندي ده ، دغه رنګ فرقه ايز بنيادو باندې خلک وژل کيږي او له دې سره سره پر اقليتونو هم زياتی روان دی او د پاکستان حکومت په دې هر څه قابو موندلو کې ناکامه شوی دی،،

پاکستان کې د بشري حقونو په اړه د بشري حقونو کار پوه عاصم ملک وايي، چې که څه هم په ملک کې حالات کړکېچن دي خو په خلکو کې د انساني حقونو په باب شعور هم پیدا شوی دی.

،، که دغه جمهوري حکومت ته خلک په کوم نظر هم ګوري خو که موږ وګورو د قانون سازۍ په حواله سره چې کوم قانونه جوړ شوي دي،په خاصه توګه د ښځو د حقوقو تحفظ په اړه نو دا يو مثبت قدم دی، اوس موږ دا نه شو ويلای چې په يو ورځ کې به دا هر څه بدل کړو او موږ دا اميد او تمه لرو چې يو ورځ به بدلون زموږ مخې ته وي،،

بلخوا د بشري حقونو يو بل کار پوهه ثمرمن الله وايې چې پّه پاکستان کې د بشري حقونو په اړه قانون موجود دی خو مسله دا ده چې په هغه عمل نه کيږي.

،، کله چې عمل درامد يقيني نه وی جوړ کړل شوی او دې خبري ته موږ اهميت ورنه کړو نو تر هغو پورې به موږ ته دا خبره هر ورځ ياديږي چې اوس هم ښځې په سوره کې ورکول کيږي ، د غيرت په نامه وژل کيږي، بلوچستان کې چې څنګه حالات دي هر کال هغه خرابيږي، دغه شان د بې درکه خلکو مسله هم زموږ مخې ته ده نو په کار ده چې موږ په دې زور ورکړو چې قانون ولې نه نافذېږي ، خلکو ته انصاف ولې نه ملاوېږي او د قانون حاکميت موږ ته ولې نه ښکاري ،،

ياده دي وي چې د ښځو حقونو په اړه کارکونکې ادارې د ښځو د تشدد د خاتمي لپاره يو نړيوال ۱۶ ورځنی کمپین،چې د تيري مياشتې په ۲۵مه نيټه شروع شوي وو. نن پای ته ورسيد.

XS
SM
MD
LG