د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د افغان و پاکستاني خبریالیانو ګډه غونډه







د سولې تړون تر سرلیک لاندې په دغه درې ورځنی کنفرانس کې، چې د ازادو رسنیو د مرکز له لوري رابلل شوې پر پاکستانيو هغو سربیره شاوخوا شل تنه افغان ژورنالیستان هم ګډون کوي.

د ازادو رسنیو مرکز مشر شوکت خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې د مطبوعاتو رول مهم وباله او ويې ویل، چې همدې ټکي ته په پام يې د افغانستان و پاکستان له بیلابیلو سیمو نه یوشمیر ژورنالیستان او د نظر خاوندان رابللي، چې په سیمه کې د موجودو مشکلاتو پر وجوهاتو او حل لاروسره وغږیږي :

(ددې کنفرانس د جوړیدو هدف دادی، چې موږ څنګه کولی شو خپلې اړیکې دومره پراخې او ټینګې کړو چې د سیمه ييزو مسایلو، د دولتونو ترمنځ کشالو، نا امنیو او نورو هغو ستونزو ته چې دا وخت د دواړو هیوادونو ولسونه ورسره لاس و ګریوان دي یا ترې اغیزمن کیږي د هغو حل لارې ولټوو.
پر دې به هم بحث کیږي چې مطبوعات ددغو مسایلو په حلولو کې څنګه کولی شي فعال کردار ولوبوي)


خټک همداراز وايي، چې د دواړو خواوو ژورنالیستان به د سیمه ييزو مشکلاتو، ترهګرۍ، د دولتونو ترمنځ د مشکلاتو پر عواملو او هم پر حل لارو يې بحث کوي.

له خوسته راغلی افغان خبريال الیاس وحدت شکایت کوي، چې د دواړو هیوادونو په مطبوعاتو کې ژورنالستیک توازن نه لیدل کیږي او د دولتونو په شان پر یو بل بیځایه تورونه لګوي، خو دې ته هیله من دی، چې دغه ډول غونډې به د حقایقو په رابرسیره کولو کې تر ډيره کارنده ثابتې شي :

(دا ډول غونډې کولی شي، چې ولسونو ته روان واقعیتونه په ډاګه کړي، د واقعیتونو په بیا بیا تکرار سره کیدای شي چې اصل انځور څرګند او د منفي ذهنیت کچه ورو ورو راټيټه شي.

د همدې هڅو په نتیجه کې به داسې وخت راشي چې پر حکومتونو باندې د ولسونو فشار زیات شي، چې هغه ستونزې له منځه یوسي او د ولسونو دبهبود لپاره تلپاتې دوستانه اړیکې ټینګې کړي)

نوموړی وايي، دواړه لوري باید واقعیتونو ته په پام ولس ته د حقایقو رښتینی تصویر وړاندې کړي او د موجودو مشکلاتو په هواري کې خپل مسوولیت ولوبوي.

د پاکستان د نا امنه قبایلي سیمې کرمې اجنسۍ نه راغلی خبريال اقبال حسین اقبال د دواړو ولسونو ترمنځ اړيکې نه بیلیدونکي ګڼي او وايي، چې مطبوعات کولای شي هغو ته لا پراختیا او وده ورکړي:

( ژبه مو مشترکه ده، دود دستور او عنعنات مو مشترک دي، نو بیا ولې په ځینې مواردو کې سره دومره لرې یو؟
که دا سلسله همداسې دوام وکړي نو ډير زر به پرتې ستونزې حل او د افغانستان و پاکستان ترمنځ د دوستۍ فضا قایمه شي)


د کنفرانس د اجنډا له مخې دواړه لوري به په سیمه کې د ناکراريو پر وعواملو او حل لارو هم غږیږي، له ننګرهاره راغلی افغان خبريال ببرک میاخیل په اوس وخت کې سوله تر هرڅه مهمه ګڼي او غوښتنه کوي، چې مطبوعات هم باید په دې لړ کې خپل مسوولیت ترسره کړی :

(په اوس وخت کې له مطبوعاتو نه تر ټولو ستره هیله او تمه داده چې باید د سولې لپاره غږ پورته کړي.
باید د خلکو د ذهنونو د رغونې لپاره کار وشي، چې زما په باور مطبوعات کولی شي په دې لړ کې د پام وړ کار وکړي)

په پيښور کې د افغانستان و پاکستان د ژورنالیستانو دا دوه اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې یولړ مهمو پيښو د کابل او اسلام اباد ترمنځ روابط له خنډونو سره مخامخ کړي دي.

د کنفرانس ګډونوال هیله من دي، چې ژورنالیستان او د رسنیو مسوولین کولی شي نه یواځې ددغو مشکلاتو په هواري بلکې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پام وړ کار وکړي.

مجیب الرحمان انګار پېښور

XS
SM
MD
LG