د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بنو پولیس تاڼه ځانمرګي بریدونه، ۶ تنه ووژل شو





نن سهار د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر مينځ نښته کی د درو پوليسوالو په ګډون شپږ کسان وژل شوي، او پنځه نور ژوبل دي.

د بنو په ختیز پلو پر ککي پولیس تاڼه ځانمرګو بريدګرو په سپکو او درنو وسلو برید وکړ. پولیس وایي، دوو وسلوالو ځانونه هم والوځول، چې ورسره نږدې ودانیو ته چې پکې یو جومات هم دی نقصان ورسید.

په وژل شوو کسانو کې درې پولیس، دوه ځایي اوسیدونکې او یو امنیتي عسکر هم شامل دی. په ژوبل کسانو کې د ککۍ تاڼې د ایس ایچ او په شمول ځایي خلک هم شامل دي.

د سیمې پولیس وایې، د وسلوالو او پولیسو تر منځ تر دوو ساعتو پورې ډزې هم روانې وې، او وروسته سیمې ته د پولیس نوره نفري هم وروغوښتل شوه.

د بنو پولیسو د سپیشل برانچ یو مشر مجیب خان مشال راډیو ته وویل، وسلوالو لومړی په لاسي بمونو حمله وکړه، او وروسته یې ځانونه والوځول.

د نننۍ پیښې پړه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې او وايي، دا یې د خپل پخوانې وژل شوي مشر بیت الله مسود د یوه وراره د مرګ بدل اخیستی، چې څو ورځې وړاندې په بنو کې د پولیسو لخوا وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG