د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د پاریس دسولې غونډې ته خپل استازي لیږي



په افغانستان کې وسله والو طالبانو منلې ده چې د دوی دوه استازي به په پاریس کې په هغې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د سولې پر موضوع جوړېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ویلي، د دوی دوه استازي شهاب الدین دلاور او محمد نعیم به په دې خبرو کې برخه واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د پاریس د دې کنفرانس جوړولو ملاتړ وکړ خو و یې ویل چې داسې ټولې خبرې باید په افغانستان کې دننه وشي.

دغه غونډه د یوې څېړنیزې ادارې په نوښت روانه میاشت د فرانسې په مرکز پاریس کې کېږي. غونډې ته د افغانستان د سیاسي اپوزیشن غړي او کار پوهان هم وربلل شوي دي.

افغان طالبانو سره د روغې جوړې هڅې له یوې مودې راهیسې روانې دي او په دې لړ کې په قطر کې افغان طالبانو ته د یو د فتر د ورکولو او د ګوانټانامو د زندان نه د ځینو طالب بندیانو د خوشې کولو خبرې اترې هم کیدې خو تراوسه دا ډول هڅو په افغانستان کې د دوام داره سولې له پاره لاره هواره کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG