د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان شمال غرب کې د ایف اېم راډیو ګانو اړتیا ده


ژباړه: انیسه اجمل
سرچینه: ډان ورځپاڼه

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې ورځپاڼه ډان په اداريه کې لیکي، د سوات فضل الله په هغو لومړیو سختو دریځو کې دی چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې يې د ایف اېم راډیو په وسیله وېره خپره کړه او له وخت سره، سره دا د ملا راډيو په نوم پېژندل شروع شوه.


ورځپاڼه لیکي، دا هر څه هغه وخت وشول کله چې د فضل الله ډلې سوات پخپله ولکه کې واخیست او پر خلکو يې د سخت دريځۍ مذهب نافذ کړ چې وروسته بيا په دوه زره نهم کال کې د پاکستان پوځ دغه ډله له سيمې په شا کړه.

ډان ورځپاڼه لیکي، خو د ایف اېم راډیو په وسیله د تقریرونو خپرولو مسله لا اوس هم موجوده ده او بېلا بېل سخت دریځه اوس هم په راډیو خپل خیالونه خپروي.

ورځپاڼه لیکی، په خیبر ایجنسۍ کې د لشکر اسلام او انصار السلام تر منځ جګړه هم شوې چې دواړه ډلو به غیر قانوني ایف اېم راډیو چلوله.

دې هر څه ته په کتو سره، دا یو صحیح پلو ته ګام دی چې تقریباً په لسګونو ایف اېم راډیو ګانې بندې کړل شوې او ورځې مخکې په صوابۍ کې د راډیو الات هم حکومت ونیول.

دې راډیوګانو به د مذهب په اړه د بېلا بېلو عقيدو پروګرامونه خپرول او د چارواکو په وينا، له دې سره د امن و امان صورتحال خرابېدی شو.

ډان لیکي، که څه هم ریاست ته په کار ده چې نا قانونه راډیو ګانې وتړي خو له دې سره، سره هغه چینلونو ته چې په قانوني توګه يې اجازت نامې یا لایسنسونه تر لاسه کړي، ته نورې اسانتیاوې ورکړي چې دوی په ټولنه کې د روا دارۍ له پاره سم او له لانجو پاکې خپرونې جوړې کړي.

ورځپاڼه لیکي، دا کار باید لومړی له ښارونو پیل شي. حکومت ته په کار ده چې د راډیو د اجازت نامو فیس ټیټ کړي او په دې لړ کې اسانتیاوې پیدا کړي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان په شمال غرب کې زیاتره سیمو ته د پاکستان دولتي راډیو د منځنۍ او لنډو څپو خپرونې رسېږي خو د ایف اېم خپرونو معیار تر ټولو ښه دی او دا ډول راډیو ګانې په هغو سیمو کې زیاته اړتیا لري.

ورځپاڼه زیاتوي، که د راډیو خپرونې په ذمه واره توګه جوړ شي نو په ټولنه کې بدلون شونی دی، او که چېرې د پاکستان نورې برخې د ایف اېم راډیو ګټې تر لاسه کولای شي نو ولې د دې هیواد شمال غربي سیمې له دې بې برخې پاتې شي؟
XS
SM
MD
LG