د لاسرسي ځای

پاکستانی جنرال ضیا الحق چا وژلی وو؟


جنرال ضیا الحق

جنرال ضیا الحق

ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

د ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون په يوه مقاله کې راغلي دي د پاکستان د پخواني پوځي آمر ضيا الحق زوی اعجاز الحق تور لګولی چې پخواني پوځي مشر مرزا اسلم بېګ د هغه د پلار د وژلو په سازش کې لاس درلود.


له يوه شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو کې اعجازالحق وویل، هغه پر دې خپه دی چې د هغه وخت د آی ایس آی مشر حميد ګل د خپلو افسرانو لخوا د ضيا الحق د وژنې هيڅ پوښتنه و نه کړه.

نوموړي تور ولګاوه چې اسلم بېګ د الوتکې ټوټې پټې کړې وې چې مالومه نه شي چې د هغه د پلار جهاز له بل جهازه په میزايل ویشتل شوی وو.

اعجاز زياتوي، بېګ په جهاز کې د مړو شویو کسانو د معاينې اجازت هم نه وو ورکړې چې دا خبره پټه کړل شي چې په الوتکه کې هر يو تن د زهرجن ګیس له وجې مړ شوې وو.

په مقاله کې راغلي دي هيچا ته نه ده مالومه چې ضیا الحق چا وژلې وو خو خبره دا ده چې کله مرزا اسلم بېګ د پوځ مرستيال مشر جوړ شو نو په هغه وخت کې ضیا الحق د عربانو ډېر تابعدار وو او د خلکو د اسلامپاله کولو په بدل کې يې د پېسو اخستو وړانديز ورکړ، د دې هدف دا هم وو چې د ايراني انقلاب مخه ونيول شي.

په ۱۹۸۰ کال کې پخواني پوځي جرنېل ضیا الحق د سعودي عرب پاچا د يو مشاور لخوا د ليکل شوي قانون پر اساس پر شيعه مسلکه مسلمانانو باندې زکات نافذ کړ.

د عراق او ايران ترمنځ د جنګ په وختونو کې ضیا الحق غوښتل چې د يوه منځګړي کردار ولوبوي او د ايران له خمیني سره جوړ جاړی وکړي خو د خمیني ځواب مثبت نه وو.

عرب او امريکا د شوروي اتحاد پر ضد جنګ لړ کې ضیا الحق ته مالي مرستې ورکړي، هغه وخت شيعه ګان په پېښور کې مېشتو د سني مسلکه او شيعه ضد افغان طالبانو څخه په فشار کې ول.

هغه وخت چې مرزا اسلم بېګ د پوځ مرستيال مشر وټاکل شو ضيا يو جهادي لښکر ته په کورمه او پاړه چينار کې د شيعه ګانو د قتل عام اجازت ورکړو.

شاپنګ فار بمز په نامه کتاب کې راغلي دي د ضیا الحق له اجازته بغیر مرزا اسلم بېګ له عبدالقدير خان سره په ګډه پر ايران هغه اټومي ټیکنالوژي خرڅه کړې چې د ايران د اټومي بم جوړولو له پاره ضروري وه.

د ضیا الحق تر مرګه وروسته نواز شريف ډېر حیرانه شو چې مرزا اسلم بېګ هغه ته له ویلو پرته له ايران سره پټ په پټه اټومي تړون لاس ليک کړی.

د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۲۴ نېټه د لندن په سنډې ټايمز مجله کې راغلي ول چې د ډاکتر عبدالقدير خان فعاليتونو د ضیا الحق الوتکې پرېوتو پېښې ته يو نوی شکل ورکړ.

د ضیا الحق د الوتکې پیلوټ مشهود حسین هغه کس وو چې چين ته يې د عبدالقدير خان د اټومي بټۍ سامان وړی وو.

دغه پیلوټ د يو ځايي مذهبي عالم عارف الحسیني د مرګ پړه پر ضیا الحق اچولې وه، او نوموړي وېلي ول چې له ده سره د ضیا الحق سفر به د ضيا اخري سفر وي......
XS
SM
MD
LG